د شورویانو د وروستي پوځي وتلو پرمهال له ډاکټر نجیب الله څخه د روسیې د سفیر لویه غوښتنه د نجیب د دفتر دریس اسحق توخي له خولې «په هغو وروستیو ورځو کي چي د پخواني شوروي اتحاد وروستی پوځي د حیرتانو له پله څخه چي د دوستۍ پله نوم ورباندې ایښودل سوی و تېر سي، په کابل کي د شوروي سفارت یوه ډیپلوماټ زما (لیکوال) له دفتر سره تماس ونیوه او له جمهور رییس نجیب الله سره یې د شوروي سفیر د لیدنې غوښتنه وکړه. له جمهور رییس څخه تر هدایت اخیستلو وروسته مې سفارت ته د لیدنې په اړه خبر ورکړ. لا یو ګړۍ نه وه تېره سوې چي د شوروي سفیر، په کابل کي د هغه هیواد دوه نظامي چارواکي او یو ژباړن د جمهوري ریاست ودانۍ ته رادننه سول هغه وخت د شوروي سفیر یولي وارنسوف و چي جنرال بوریس ګروموف په افغانستان کي د شوروی اتحاد ۴۰م پوځ مشر، جنرال والنتین وارینیکوف په افغانستان کي د شوروي اتحاد عمومي پوځي مشاور او یوه ژباړن یې ملتیا کوله. ما د ملاقات کوټې ته د دوی لارښوونه وکړه. ما ته راپه زړه دي چي د نوموړي پلاوي له راتلو وروسته د شوروي سفیر دوکتور نجیب الله ته څرګنده کړه چي موږ نن ځکه راغلو چي د دې لپاره د جنرال ...