History Of Valentine Day Explained In Pashto. Valentine and Pashtun Society.
د ویلنټاین د ورځ په حقله بلها افسانې دي خو د ریښتوني ویلنټاین د حقیقیت نه څوک نه دي خبر
په میلادي کال ۲۷۰ کې چې کله د روم بادشاه کلوډیس دوهم وټاکلی شو نو هغه د فوځي کومندانانو لپاره نوی قانون جوړ کړو
قانون دا وو چې یو فوځي که ښځه ولري نو دی به کومندان نه جوړیږي ځکه واده شوی کس هیڅکله یو تکړه فوځي کومندان نه شي کیدلی
سینټ ویلنټاین په دغه وخت کې د روم په فوځ کې یو تکړه کومندان وو او هغه په دې د فوځ نه لرې کړی شو چې د بادشاه ددغې فرمان په خلاف یې واده کړی وو ، بادشاه کلوډیس دوهم ویلنټاین په دغه نافرمانۍ ځنداني کړو ، اتفاق ته ګوره چې په کوم ځندان کې ویلنټاین واچولی شو نو په هغه ځندان جیلر د هغه د ښځې پلار وو ، دغه جینئ ته به په کال کې صرف د فرورۍ په میاشت کې په غلا ځندان ته تلله چې د خپل خاوند ویلنټاین سره ملاقات وکړي ، څه موده پس نور قیدیان خبر شو نو هغوي له به هم خپلې ښځې ځندان ته راتللې او دغسې د فرورۍ میاشت د مینې میاشت وټاکلې شوه .
څه وخت پس دغه ورځې د روم د فوځي کومندان ویلنټاین په نامه شوه .
په دغه زمانه کې د کیتولک چرچ ( کلیسا ) په دستور کې هم مینه محبت ستره ګناه بللې کیدله .
مجاهد ملته ستاسو مولا هم عاشق دی ، ګیره خریلو والا هم ، تعلیم یافته هم ، بیسواده هم حتا د هرې طبقې پښتون عاشق دی خو بیچاره داسې ګیر دی لکه د قدیم روم فوځي کومندان سینټ ویلنټاین .
فرق دومره دی چې ویلنټاین د بادشاه په فرمان ځنداني شو او وژلی شو او مونږ مینه هم کوو خو ځانونه مو ورسره هم په خپل لاس ځنداني کړي .
By Ameer Khan Yousafzai.
History Of Valentine Day Explained In Pashto. Valentine and Pashtun Society. Pukhtana Aw Valentine Day. Pashto Blog By Amir Yousafzai |
History Of Valentine Day Explained In Pashto. Valentine and Pashtun Society. Pukhtana Aw Valentine Day. Pashto Blog By Amir Yousafzai.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.