Politics Of Violence Vs Politics Of Non Violence. Pashto Blog
By Ameer Khan Yousafzai
تشدد یو داسې عمل دی چې په کولو باندې یې قامونه ختمیږي ، او راتلونکي نسلونه یې د هر قسمه علم نه محرومه پاتې کیږي
په خاصه توګه پښتنو له خو د عدم تشدد مخالفت هډو پکار نه دی ، ځکه په تشدد چې څومره پښتنو نقصان موندلی نو ددغې مثال په دنیا کې بل هیچرته هم نه میلاویږي .
د افغانستان مسله ټوله سیاسي وه که چرې د ثور کودتا په سیاسي لار او فشار شوی وی نو افغانستان به د نړیوالو د جنګ مرکز نه جوړیدلو او نه به پښتانه / افغانان د هغوي په جنګونو کې خشاک جوړیدل .
مونږ د تیر نظام او د ټالېب تر مینځ د شلو کلونو جګړه مخامخ ولیدله ، کومه ګټه یې ورکړه بې د نقصان نه ،
هو دغه جنګ یوه ګټه کړی او هغه هم د افغانانو / پښتنو ګټه نه بلکې د ټالېب د چوکۍ خواهش یې سر ته ورسوو
په تشدد چې څومره جبهې ، او ګوندونه په قدرت کې راغلي هغوي خپل ولس ته دومره تاوان رسولی چې ر اروانو سلو کلونو کې به هم پورته نه شي
پښتنو ته د تشدد نه د عدم تشدد اړتیا ده ، پښتنو ته د سیاسي پوهې اړتیا ده او سیاسي پوه ،شغور به هله راشي چې پښتانه عدم تشدد خپل کړي
تر کومې چې پښتنو سیاسي شعور نه وي اخستې او خپل سیاسي اهداف یې نه وي پیژندلي نو د دوي یو مسله هم نه حل کیږي
Pashto Times Pashto Blogs
PTM, Manzoor Pashteen, Noor Bacha, Arman Lonai, Taliban, Afghanistan And Pashtuns.
Pashtun To Carry On Non Violence Movement For Civil Rights everywhere.
Politics Of Violence Vs Politics Of Non Violence. Pashto Blog
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.