Be Shaka Ma Dagha Khata Kari Da. Hamza Baba Ghazal
Singer. Haroon Bacha
ارواښاد حمزه بابا
غزل
امیز حمزه خان شینواری
بې شکه ما دغه خطا کړې ده
چې تا جفا کړه ما وفا کړې ده
دا چې سم سم راته نظر نه کوې
ښکاری چې تامې د زړه غلا کړې ده
ژاړم په دا چې ته خندا نه کوې
خاندې په دا چې ما ژړا کړې ده
کومه وعده دې ما دروغ ګڼړلې
کومه وعده دې په ریښتیا کړې ده
چې خپل غزل د چانه واورم حمزه
ویمه چې چا هسې وینا کړې ده
باباي غزل
حمزه شینواري
Pashto Times Pashto Song Lyrics of Be Shaka Maa Dagha Khata kari da. Che taa jafa kra , Maa Wafa Kari Da. Khkari che ta me da zra ghla Kari da. Pashto Learning by Reading Pashto Poetry.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.