Jensi Ghalat Fehmi. Misconceptions About Sex, Sexual Power In Pashto. د ځوانانو په جنسي چارو کې مهمې غلطې Sex, Sexual Power Of Youth Explained In Pashto. Pashto Sex Blog هغه ناروغان چې د جنسي درملنې لپاره درملتونونو او روغتونونو ته راځي، باور وکړي چې نوي سلنه یې ذهني او رواني ناروغان دي. که جنسي شکایت هم ولري، خو ډېر عادي او ساده وي، چې درملنه یې په اسانۍ سره کېږي او امکان لري. زموږ په ټولنه کې د جنسي چارو په اړه ناسم فکرونه عام دي او ناروغيو ته کتل کېږي او کم زوري او ناروغ ګڼل کېږي، چې ځينې يې دا دي: احتلام: یعنې د خوب په حالت کې یا پرته له خوب څخه د مني وتل، که دا کار په میاشت کې پنځه شپږ ځله کیږي، نو طبيعي حالت دی، اړتیا نشته چې په اړه یې اندیښنه وکړئ او درملنه یې وکړئ. که له دې نه زیات وي نو ډیره ساده درملنه يي کيږې، خو د متخصص ډاکټر يا طبيب مشوره پکې ضرور دی. #جريان ليس دار مدي او مذي څاڅکو بهيدل څنکه دي؟ یعنې د ادرار څخه مخکې یا وروسته د څو لیس څاڅکو خارجيدل یا د جنسي فکرونو په وخت کې د شفافو رڼو څاڅکو راتلل. دا هم کومه ناروغي نه ده بلکې یو طبيعي حالت دی چې نه په روغتیا اغیزه کوي
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.