Skip to main content

Pashtun Jirga. What Is Jirga? Pashtun Wali And Jirga. Pashto Blog

 Pashtun Jirga. What Is Jirga? Pashtun Wali And Jirga. Pashto Blog

By Naeem Azad.

Pashtunwali And Jirga Culture. History Of Jirga

«جرګه»

جرګه د پښتنو ډېر لرغونی/ تاريخي دود دی، چي له لاري يې په هر وخت کي د پښتانه قام توکميزي/ قبايلي او قامي ستونزي/ ستړي او شخړي هواري کړل شوي او هوسا شوي دي


په "جرګه" کي د قام "پښتانه" د بېلا بېلو توکمونو/ قبيلو استازي/ مخور سره يو ځای کېږي او قام د ورپېښو ستونزو/ ستومانيو او ستړو د هوارولو او هوسا کولو لپاره تر سلا او مشوره وروسته يوه لاره ټاکي او هغه ټاکلې لاره بيا د پلي کولو لپاره د قام په وړاندي ږدي


جرګه د پښتانه قام ډېر لرغونی دود دی؛ بلکې دا ويل به بېځايه نه وي، چي جرګه د پښتنو د پارلمان/ پارليمنټ تر ټولو لرغونې بڼه ده او داسي ښکاري، چي اوسنی پارليمان هم د همدې لرغوني دود جرګې پرمختللې بڼه او جرګه يې مونډ/ بنسټ او سرچينه ده


هسي خو د پښتانه قام بېلا بېلي قبيلې هم د خپلو ستونزو او شخړو د هوارولو لپاره پر وړه کچه باندي جرګې تر سره کوي، خو قامي/ قومي جرګه د ټول قام د ستونزو/ ستړو او شخړو د هوارولو او هوسا کولو لپاره په يوه ډېر حساس پړاو کي تر سره کېږي، قامي جرګه د ټول قام استازيتوب تر سره کوي او قامي مخور/ استازي و قام ته د ورپېښو ستونزو په اړه خپله پوهه سره ګډوي/ شريکوي او همداسي په سلا او مشوره سره د قام او ټولني په ګټه وړتيا لرونکې لاره ټاکي


د جرګې تاريخ جوتوي/ ثابتوي، چي پښتانه اولسواکي/ جمهوريت خوښوونکي خلک دي، ولي چي جرګه د ټولنيز فکر د ملاتړ او منلو لاره ده، جرګه له ژوندانه سره د ميني او پرمختګ نخښه ده، جرګه د امن، سولي او د ټولنيز ژوند د ودي/ بقا نخښه ده.

جرګه خپل نرخونه او نورمونه/ اصول لري او دا هم وي، چي له جرګې څخه مخ اړول د قام په وړاندي د سرغړوني په مانا وي، چي ټاکلې ناغه/ تاوان لري، له قامي جرګې څخه مخ نه اړول کېږي، ولي چي د قامي جرګې څخه مخ اړول د پښتونوالي تر چوکاټ د وتلو مانا لري او د ټول قام له کرکي سره ځان مخامخ کول وي.

هر پښتون د پښتونوالي د چوکاټ ساتنه پر ځان پور بولي او د قامي جرګې د استازيتوب ټاکلي لاري ته د منلو سر ټيټوي، د جرګې درناوی و قام ته د ورپېښو ستونزو د هوارولو په لړ کي د وړتيا لرونکي لاري ټاکنه وي، چي د قام مخور مشران يې تر ژورليد او تر خپل منځيو وراشو/ مباحثو وروسته په ډېر پام سره ټاکي او په دې لړ کي پامته داره وي، چي د قام مخور استازيتوب د خپل قام د برم، پت، مذهبي عقايدو، دود دستور او ګټورو فرهنګي او کلتوري ارزښتونو په درناوي او ساتنه د روڼا لوري ته ګام واخلي.

پای دا چي د جرګې برخه وال په ډېر پياوړي هوډ/ اراده سره د پښتونوالي د چوکاټ ساتلو ذهن او زړه لرونکي وي او اولسونه هم د جرګې له خوا د ټاکل شوي لاري په پاللو او ساتلو سره د جرګې باور او درناوی پر ځای ساتي، ځکه پښتانه اولسونو په تاريخ کي باور تر لاسه کړی دی، چي په هر زمان او مکان کي يې په هر ډول حساس پړاو کي قامي ستونزي او ستومانۍ د جرګې له لاري هواري شوي او هوسا شوي دي، کله چي يې هم مخورو په سلا او مشوره تر ژورو وراشو/ مباحثو وروسته د قام د ودانۍ او هوسايني لاره ټاکلې ده، پښتانه اولسونو په لوی زړه پاللې ده.

د ټول پښتون د يووالي، ودانۍ او سوکالۍ په هيله ....

که توفيق د اتفاق پښتانه مومي

زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان

ستاسو آزاد

Naeem Azad.

Pashto Times Pashto Article About Pashtun Culture Of Jirga.

Pashtun Jirga. What Is Jirga? Pashtun Wali And Jirga. Pashto Blog

By Naeem Azad.

Pashtunwali And Jirga Culture. History Of Jirga

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso