Skip to main content

Haibatullah Akhunzada Speech To Loya Jirga In Kabul. Key Points

Haibatullah Akhunzada Speech To Loya Jirga In Kabul. Key Points


د مشر شیخ صېب ننې غونډه ته وینا !


د عالمانو په نننۍ غونډه کې شیخ صېب د وینا مهم ټکي :


۱

ـ د دنیا مسلمانانو راسره زموږ د کامیابۍ په اړه خپله خوشالي شریکه کړې ده.

۲

ــ جها.د بریالی شو، اوس ټول په دې تمه دي، چې سوچه اسلام.ي نظا.م به کله عملي کیږي؟

۳

ــ شل کاله مخکې چا د اسلام اوشر.یعت خبره نشوه کولی، بندي کیده.

۴

ــ  د اسلام او کفر جنګ به روان وي،  ختمیدل يې نشته. دنیا ما نه پریږدي چې اسلام.ي قانون پلي شي او زه دنیا نه پریږدم چې اسلام.ي قانون له منځه یوسي.

۵

ـ  غبرګونونه به داسلام.ي حدودو تر نافذولو وروسته پيلیږي.

۶

ــ دافغانانو وژنه زموږ مقصود نه وه، خو د خپلې مبارزې لپاره ممکن ځینې متضرر شوي وي، کنه دادی موږ ټولو ته عفوه کړې ده؛ پداسې حال کې نهایت ظلمونه راسره شويدي، ډېر غړي موتری تم شویدي. 


ــ که تر طا.لبانو بل پاک ټولی وای، زه به له هغوی سره وای. نه بله پاکه ډله شته او نه راته بله ډله مهمه ده . 

۸

ـ  د حکومت په بدنه کې، انډیوالیزم، قومپرستي، سمپالنه او ... د منلو نه دي ، د حکومت په بدنه کې  امنیت، عامه مصلحتونه دي .

۹

ـ ـ  په مخکنۍ اداره کې خواهشات زیات و، امنیت نه و اوس خواهشات نشته امنیت شته دی.

۱۰

ــ طا.لب مبارزه وکړه، کامیاب شول، خو د شریعت په تنفیذ دوی نه، ملایان پوهیږي او باید ملایان يې نافذ کړي.

۱۱

ــ  زه ولایتونو او ولسوالیو ته د همدې لپاره تشکلیلونه کوم او هرې سیمې ته مې چې لیږلئ، ويې منئ! 

۱۲

ــ دغسې عدالت غواړم لکه حضرت علي او یهودي چې د قاضي پر وړاندې ولاړ و . که عدالت نه و، دنظام بقا نشته.

۱۳

ـ  زه خبر شوی یم چې کابل کې اوس هم هغه بد معاش شته چې په پخواني نظام کې ورنه خلک تنګ و او دا زه نشم منلی.

۱۴

ــ  عفوه شوې خو  مانا يې دا نده چې مسولیت درکړو، پدې به د شهیدانو روحونه خفه شي. 

۱۵

ــ  حاکمان به لکه یوجسد داسې مخ ته ځي، که مخالفت پيدا شو د حکومت بدنه کمزوري کیږي.

۱۶

ـ دښمن اوس تبلیغات کوي نور يې څه وس نشته. 

۱۷

ــ زه مستقل حکومت یم، نه د چا فرمایش منم، نه درسرہ تعامل کوم، نه دې له اټوم ویریږم

۱۸

ــ بهرنۍ مرستې موږ ته اقتصاد نه لوړوي، سوداګرو له څه ویره لرئ، راشئ، کافر ته مه منتظر کیږئ، دلته پانګونه وکړئ!

۱۹ــ بهر ته تللو هېوادوالو! له شرارت لاس واخله! راشه خپل هېواد ته ، دلته دې د کورنۍ عزت خوندي دی، که شرارت او دسیسې کوې خو بیا دې مجازات کوو.

۲۰ــ ګاونډیو هېوادونو ته ! موږ سوله غواړو، اسلام.ي نظا.م غواړو، مه اندیښنې کوئ مه رانه ویریږئ! 

۲۱ـ زموږ شریعت : کتاب الله ، سنت رسول الله او حنفي فقه

۲۲

ـ  زه د علماوو غونډې ته د ثواب په نیت راغلی یم، که هر ولایت کې وای ، ورتلم 


کاپي

خبرتازه: مولوی هبت‌الله آخندزاده، رهبر امارت اسلامی در نشست بزرگ علما در تالار لویه جرگه حضور پیدا کرد.

ــــــ

د اسلامي امارت مشرتابه مولوی هبةالله آخوندزاده د عالمانو او 

 مخورو  لویه غونډه له خپل شتون برخمنه کړه.

د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله اخوندزاده د لویې غوندې په تالار کې عالمانو او مخورو ته د  خپلواکۍ بریا، چې په پایله کې یې اسلامي نظام واکمن شو؛ مبارکي وړاندې کړه.

د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده د عالمانو په لویه غونده کې وویل: خلک په تمه دي، چې د جهاد د مهال شعارونه پلي کړئ.

د اسلامي امارت مشرتابه د عالمانو لویې غونډې ته څرګنده کړه؛ شل کاله مخکې چا نشو کولی د شریعت په اړه خبرې وکړي؛ یابه وهل کېدو ، یابه بندي کېدو او یا به ووژل شو. د جهاد په پایله کې د الله پاک پر لوري دعوت آزاد شو.

مولوي هبة الله اخوندزاده د عالمانو په لویه غونډه کې وویل: نړۍ به په آسانه تاسې ته تسلیم نشي، چې پر اسلامي احکامو حکم وکړئ او یا هغوی ووایي، چې دا کار وکړئ. تر اوسه پورې قصاص او اسلامي حدود ندي نافذ شوي. که مونږ یې پلي کړو، دوی به غبرګون وښيي او مونږ به خپل شرعي قانون پلی کړو.

مولوي هبة الله آخوندزاده د عالمانو په لویه غونډه کې په ډاګه کړه؛ زمونږ موخه د الله پاک رضا ده او د نړۍ هغه غوښتنې، چې الله پاک پرې ناراضه کیږي د منلو ندي.

د ا.ا.ا. مشسرتابه مولوي هبة الله آخوند زاده د عالمانو په لویه غونډه کې وایي: لکه څنګه، چې د عامو مسلمانانو لپاره امنیت اړین دی، دغسې د حکومت په بدنه کې امنیت یهم اړین دی؛ ځکه، چې فساد، رشوت، ځانځاني، زورواکي، قوم پرستی او انډیوالي ختمه شي.

دغه راز مولوي هبة الله اخوندزاده ويلي: که زمونږ په عملياتو کې افغانان او مسلمانان زيانمن شوي وي؛ نو زمونږ بنسټیزه موخه جهاد او د کفارو له منځه وړل ول، چې اوسنی حالت تر لاسه شي. که هغو د کفارو تر څنګ ولاړ ول، زه په ډاډ سره ویلی شم، چې زمونږ موخه د دوی وژل نه ول، دوی کفارو ته ډال شويوه

Ariana News




#Scholars_Conference #HibatullahAkhundzada #IEA

#Scholars_Conference #ArianaNews #IEA

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso