Skip to main content

Declaration Of Banu Qami Jirga By Mehmood Khan Achakzai PKMAP.

 Declaration Of Banu Qami Jirga By Mehmood Khan Achakzai PKMAP.

Banu Qoomi Jirga declaration. 14 March 2022

د پښتون قامي جرګې اعلاميه 


مارچ ۱۴م ،۲۰۲۲،    بنو،خېبر پښتونخوا 

دا پښتون قامي جرګه چي د مارچ ۲۰۲۲ پر۱۱م،۱۲م،۱۳م،۱۴م نيټو په  بنو کښي تر سره شوه، د تيرو شويو دوو قامي جرګو د اعلاميو توثيق کوي او د نويو حالاتو په رڼا کښي نور وړانديزونه اولس، ملت، رياست او نړيوالو ته وړاندي کوي۔ 


.1دانمائينده پښتون قامي جرګه دي يوه مستقله اداره جوړه شي۔ دا نمائنده پښتون قامي جرګه وړانديز کوي چي د دي جرګي پريکړو او اهدافو د عملي کولو د پاره دي د همکاري او رابطه کاري يوه کميټي جوړه شي چي د خپلو قامي اولسي ستونزو د هوارولو د پاره هلي ځلي وکړي او د دې نماينده کميټۍ تر نظارت لاندي دي ذيلي کميټياني جوړيشي،په دغه هکله دي په پښتونخواوطن کښې د قبائلي روغو جوړو لپاره يوه ذيلي کميټۍ جوړه کړل شي۔ 



2۔ په پاکستان کښي دا مهال آئين په عملي توګه معطل دئ ، دا جرګه دا غوښتنه کوي چي په پاکستان کښي دي حقيقي وفاقي پارليماني جمهوري نظام بحال کړل شي او د آيئن بالادستي او پارليمان خودمختاري دي يقيني کړل شي او په سياست کښي دي د استخباراتي ادارو  لاسوهنه بنده کړل شي۔ 


3۔ د پاکستان داخلي او خارجي پاليسيانو جوړښت او نفاذ دي د صرف او صرف منتخب پارليمان په ذريعه وسي ۔


4۔ دا نمائنده قامي جرګه دا غوښتنه کوي چي د افغانستان د لوي جرګې او د عامو انتخاباتو له لارې د ټولو اولسونو نماينده منتخب حکومت دي قايم کړل شي او په راتلونکي کښي دي د طاقت په زور پرحکومت نيولو عمل دي غير قانوني، او افغان ملت سره غداري و ګڼل شي، او د عصر حاضر د جهاني معياراتو سره سمون خوړونکئ جمهوري  نظام دي پلي کړل شي۔ 

5۔ دا جرګه د افغانستان پر اوسني انساني ناورين باندي خواشيني څرګندوي او د ملګرو ملتونو او ګاونډي هيوادونو څخه غوښتنه کوي چي هغوي دي د انساني ناورين ښکار افغان اولس سره هر ممکن کومک وکړي او د افغان کډوالو او بې کوره خلکو سره دي قانوني او انساني چلن وکړل شي۔

6۔ دا جرګه غوښتنه کوي چي د ميانوالي  ۔ اټک په شمول په خېبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخواپه خاوره دي مشتمله متحده قامي صوبه جوړه شي او تر هغه پوري چي د پښتونخوا متحده صوبه جوړيږي د بلوچستان په صوبه کښې دي ژوند په هره شعبه کي د پښتنو او بلوُڅو تر منځ برابري ومنل شي۔  

7۔ پر پښتونخوا وطن دتيرو څو لسيزو څخه  راتپل شوي جنګ په هکله د حقايقو د لټون او د مفاهمت کميشن

(Truth and Reconciliation Commission)

  دي  جوړ شي او د جرګې په سرپرستي کښي د حقايقو د لټون ميشن(Facts Findings Mission)  جوړکړل شي او په کراچۍ کښي دي د ۱۲ مئي ۲۰۰۷ د پښتنو پر وژنه دي يوه تحقيقاتي کميټۍ جوړه کړل شي۔  

8۔ د ملي شهيد عثمان کاکړ، عارف وزير، ارمان لوني،اسد اڅکزئ او د نورو قامي شهيدانو د وژني تحقيقات دي د جسټس قاضي فائز عيسا په سربراهۍ کښي د باور وړ جوډيشل کميشن په ذريعه وشي او رپورټ دي اولس ته وړاندې کړل شي


9۔ د پښتونخوا وطن پر ټولو قدرتي وسايلو باندي د پښتون اولس قامي حق ملکيت و منل شي، په دې هکله دي د پاکستان په آيين کي منل سوي مادو باندي دي په حقيقي توګه عمل درآمد وکړل شي او د تيلو ريفائنري دي په پښتونخوا صوبه کښي جوړه کړل شي۔ 


10۔ داقامي جرګه په دېورنډ کرښه باندي اغزن تار  په سختي سره ردوي او غوښتنه کوي چي په کرښۀ ټولي تاريخي تجارتي لاري دي د تجارت او د کرښې پر دواړو غاړو د آبادو خلګوآزادانه  تګ راتګ لپاره د څه کاغزي اسنادو او کوائفو بغير دي يقيني کړل شي۔

11۔ په پښتونخوا وطن کښې پر ځنګلونو، غرونو، مځکو ، معدنياتو پر ذخائرو او سرکاري او غير سرکاري عمارتونو باندي د عسکري او سرکاري  ادارو قبضه دي په فوري توګه ختم کړل شي۔

12۔ پښتون وطن کښي دي خواره کړل شوي ماينونو پاک کړل شي۔

13۔ پښتو ژبه دي د پښتونخوا وطن قامي ،دفتري او تعليمي ژبه و ګرځول شي، او د پښتونخواوطن ټولي مورنۍ ژبي دي د تعليم زريعه وګرځول شي۔ په اتلسم آئني ترميم کښي د نصاب تعليم د وضع کولو اختيارات صوبو ته ورکړل شوي دي، موجوده حکومت هغه حق غصب کړئ دئ دا جرګه غوښتنه کوي چي مرکزي حکومت دي د نصاب تعليم اختيارات بيرته صوبو ته حواله کړي او واحد قومي نصاب ده پلي کيدو لاره دي و تړل شي۔ 

14۔ د پښتونخوا وطن دا نمائنده جرګه سفارښتنه کوي چي په تعليم ، اقتتصاد، سياست، او کلتوري چارو کښې د ښځو د ګدون پرته هيڅ يو قام پر مختګ او سيالي نه شي کولئ،پښتني ښځي چي د تاريخ په اوږدو کښې د ژوند په هر ډګر کښې د سړيو سره اوږه په اوږه درېدلي دي، خوله بدمرغه د جهالت ، ناخواندګۍ ، د غلطو رسمونو،او داسلام د مقدس دين د غلطو تشريځاتو په ذريعه ښځي د خپلو بنيادي انساني ځقونو څخه بې برخي شوي دي،دا جرګه غوښتنه کوي چي د قوانينيو د جوړولو او منفي رسمونو د مخ نيوي سره سره په سياسي ،اقتصادي او فرهنګي چارو کښي د ښځو د ګډون لپاره لاري هواري کړل شي۔   

15۔ دا نمائنده جرګه په ۲۰۱۷ کښي تر سره سوي سر شميرني  کي شوي درغلي ردودي او دا غوښتنه کوي چي د نوي سر شميرني لپاره دي د بين الاقوامي اصولونو تحت يو آزاد، شفاف او همه شموله طريقه کار (مکينزم ) جوړ کړل سي۔    

16۔ سينيټ ته دي په فنسانس بل او نورو شعبو کښې د قامي اسمبلي برابر اختيارات ورکړل شي او د سينيټ انتخابات دي د براهراست ووټ له لاري وکړل شي۔

17۔ د جرګه غوښتنه کوي چي د اباسين د اوبو معاهده سن ۱۹۹۱ باندي دي نظر ثاني اوشي او پښتونخوا ته دي د مالک او سرورخ په توګه د خپل کلۍ ضرورياتو لپاره برخه اومنل شي ۔

18۔ د دي تر څنګ دا تاريخې جرګه د غازي بهروته د نهر په بهانه د اباسين د اوبو د خپل فطري لارې نه اړول غير آئيني او عالمي اصولونو صريحا خلاف ورزي بولي او جرګه وائي چي اباسين دي په خپله زاړه او فطري لار بحال کړي شي ۔ 

19۔ دا جرګه پريکړه کوي چي د دهشت ګردي په آړ کښي ماورائ عدالت قتلونو دي بند کړي شي، لا درکه خلګ دي خوشي کړي شي او پښتونخوا کښي دي چيک پوسټونه ختم شي، بې کوره کړل شوي خلګ (IDPs) دي په خپلو علاقو او کورونو کښي د آبادولو بندوبست او د دوئي د تاوانونو پوره پوره معاوضي ورکړي شي۔ 

20۔ په سياسي عمل دي لګول شوي اعلانيه او غير اعلانيه بنديزونه ختم کړي شي او علي وزير، حنيف پشتين، اويس ابدال، قاضي طاهر او نور ټول سياسي قيديان دې فوري آزاد کړل شي۔ 

21۔ چشمه ليفټ کينال دي په فوري ډول تعمير کړل شي۔    

22۔ پښتو ژبه، تاريخ ،ادبيات او هنرونه د څلوېښتو  کلونو د راتپل شويو جنګونو له کبله د تبا هئ د خطر سره مخامخ دي او اوس هم تر استعماري يرغل لاندي دي۔ دا نمائينده قامي جرګه ژمنه کوي چي د خپل وطن څخه به استبداد او قبضه ورکوي ، داقامي جرګه د حکومتي او غير حکومتي پښتون دښمن ميډيا له لاري د پښتون افغان منفي تصوير کشي په فوري توګه بند کړل شي

23۔ تمباکو دي د نورو فصلونو په شان يو زرعي فصل و ګڼل شي۔ 

24۔ د

 (Action in aid of civil power regulation) 

تور قانون دي په پښتونخوا صوبه کښې په فوري توګه ختم کړل شي او د تحفظ، امنيت، او انتظامي اختيارات دې ټول سيول انتظاميه ته و سپارل شي.

25۔ د جرګه د بجلئ ، اوبو، ګيسونو او نورو وسائيلو په مد کښي په وفاق واجب الادا رقم د پښتونخوا صوبې حق بولې او فوري ادائيګي ئي ضروري او لازمي بولي ۔




Declaration Of Banu Qami Jirga By Mehmood Khan Achakzai PKMAP.

Banu Qoomi Jirga declaration. 14 March 2022. Pashto Times Pashto Blogs

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso