Afghan, Pashto Poem By Saud Bangash. 2022 افغان شـوروشـر کې هنګامـو کې افغان پروت دی خپلو وینو دریـابو کې افغان پروت دی زړۀ مې غواړي چې هر چا جنت لمبه کړم بې ګناه په عـذابو کې افغان پروت دی خدایه! څوک به يې راڅرګند کړي ښکلې لال دی د بـارودو په ایـرو کې افغان پروت دی د حـق لمره پرې راوخـیـژه ګناه ده د باطل تـورو تیارو کې افغان پروت دی د ژوندو پـه جهانونو مې ونــه لید څومره ډیرو هدیرو کې افغان پـروت دی اې سعوده! که غــلــیـم يې نن فنا کړي د سـبـا پـه راختو کې افغان پـروت دی سعود بنګښ
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.