Pa Ranra Bandi Mayan Yam, Kho Tyaro na na Weregam. Ghani Baba Pukhto Nazam Lyrics.
Poet. Ghani Khan
Singer. Sardar Ali Takkar
په رڼا باندی مین یم خو تیارونه نه ویریږم
که پښیمان په ګناه نه یم پری خو نه غوره کیږم
پرون تخم وم نن ګل یم سبا بیا به خاوره کیږم
زه د باد یوه چپه یم په صحرا په باغ تیریږم
کله باد کله باران شی کله اورو کښی وسوسیږم
خو زه ځمه په مخه ځمه که ودریږمه ورکیږم
چی ورپیښ شم په ګلونو کړم ځولی د عطرو ډکه
خورومه یی چاپیره ورته خاندم خوشحالیږم
چی د رنګ په جهان ور شم یو رنګین د بوډی ټال شم
رنګارنګ رنګین جمال کښی سپینه شمع شم ګډیږم
چی د مستو په محفل کی په ساقی او په جام ورشم
لیونی شانی خمار شم په خوبونو کښی خوریږم
چی جهان تیاره تیاره شی اور شی تندر شی اعزاب شی
زه پښتون د پښتو غر شم نه ویریږم نه لرزیږم
چی د علم په جهان کی د هو ښیارو خواه کی کښینم
هم هغوی پوری خندا کړم هم په ځان پوری خندیږم
په فکرونو لیونی شوم په لټون لټون شوم ستړی
خو آخر دغي له راغلم نه پوهیږم نه پو هیږم
خو زه ځمه ځمه ځمه تل روان یمه په مخه
یو مقام ته ور روان یم یو مقام ته به رسیږم
او په لاره چی څه راغله که تیاری وی که رڼا وی
زه رڼا کی یم خوشحاله خو تیارونه نه ویریږم
غنی خان
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.