Afghan, Pashto Poem By Saud Bangash. 2022
افغان
شـوروشـر کې هنګامـو کې افغان پروت دی
خپلو وینو دریـابو کې افغان پروت دی
زړۀ مې غواړي چې هر چا جنت لمبه کړم
بې ګناه په عـذابو کې افغان پروت دی
خدایه! څوک به يې راڅرګند کړي ښکلې لال دی
د بـارودو په ایـرو کې افغان پروت دی
د حـق لمره پرې راوخـیـژه ګناه ده
د باطل تـورو تیارو کې افغان پروت دی
د ژوندو پـه جهانونو مې ونــه لید
څومره ډیرو هدیرو کې افغان پـروت دی
اې سعوده! که غــلــیـم يې نن فنا کړي
د سـبـا پـه راختو کې افغان پـروت دی
سعود بنګښ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.