Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Poems

Khushal Khan Khattak Baba Pukhto Ghazal

 Ghazal. So ba sta da di ghamono zghmal Poet. Khushal Khan Khattak Baba غزل شاعر. خوشال خان خټک بابا څو به ستا د دې غمونو زغمل تل کړم! د یارانو کمی نشته یار به بل کړم! په قراره قراري دې یاري پرې کړه د نیمګړي نیت دې چا وته ویل کړم؟  نور به هسې یک تنها په جهان اوسم د هر چا سره چې کښېنم غم حاصل کړم بلاپېری زړه لرم دا یې عادت دی غم و بل لوري ته درومي زه یې خپل کړم چې منګي مې تشول د میو زه وم اوس نور ‌‌‌‌‌‌ډکې پيالې اخلي، زه کتل کړم خالي لاس ورځنې ځم تمه مې نه وه چې ‌‌‌‌‌‌ډک زړه به یې، له ‌‌‌‌‌‌ډکه باغه تلل کړم خوشحال خان خٹک بابا Pashto Times, Pashto Poems of Khushal Baba Ghazal Zaar, Ghazal Band, Ghazal Times. Lyrics Ghazal. So ba sta da di ghamono zghmal Poet. Khushal Khan Khattak Baba

Bia December Day. Qaisar Afridi Pashto Poem

 Bia December De aw Za Pashto Poem About December by Qaisar Adridi بیا دسمبر دے او زۀ .... د دسمبر په څلورمه نېټه  مونږ یوه لویه محرومي ولیده مونږه سنګینه جدائي ولیده مونږ د رموز مونږ د ایما داسې تاوان ولیدو مونږ د تشبیه دومره خفګان ولیدو مونږ د غزل هغه ګریان ولیدو چې بس دا زړونه مو چودلي نۀ دي په مونږ به هر څه هر څه شوي هم وي خو په دې ځمکه کښې ښخ شوي نۀ یو مونږ د تسنیم سره مړۀ شوي نۀ یو "قېصر اپریدے" #RememberingRiazTasneem په ګور ي نور او یاد ي تل پاتې 

Hamza Baba Pashto Ghazal. Lyrics Of Pashto Ghazal

 Hamza Baba Kalam. Pashto Poetry Of Baba E Ghazal Hamza Baba زمـــــا زړه دې وي داغـــــدار ښــــۀ ستـــا خالـــونه په رخســـار ښــــۀ تـــۀ رنـګ رنـګ جـــــوړوه زلــفـــــې زمـــــا عــمــــــر دې پــه دار ښــــۀ تۀ په سترګو کښې مسکۍ شـــه ښخ زمـا په زړۀ کښې خــار ښــــۀ ګلـــــه تــــا بـهـــــر تــــه بـــــــوزي لــــه ريـبـــــاره نـــوبــهـــــار ښــــۀ نـن دې کـــــــړې دنــداســـــــه ده اور دې بــل په هر ګفتــــــار ښــــۀ تــه چې لږ پــرې خوشحــالــــېږې غم زمـــــا په سر بسيـــــار ښــــۀ د وصــــال پـه شپــه تلــــــوار کړې دے تلـــــوار دې له تلـــــوار ښــــۀ وعـــــده مــه کــــوه خـو راشـــــه لـــه ګفتــــاره وي کـــــردار ښــــۀ چې آشنــــا د چـــا طبيب شــي هغـه درست عمـر بيـمـــار ښــــۀ زۀ قـــــيــدي د رواج نــــــۀ يـــــم ګـريبــان مې تـــار په تـــار ښــــۀ تـــــۀ مــغــــرور او بــې نيـــــــازه زۀ نيــازمند يمه خاکســـار ښــــۀ ستــــا د وريځــو لـه دې ګونجـې د تېرې تــــورې پــرهــــــار ښــــۀ پــــه ژړا زمـــــــا ســــوالـــــونـــه په خــــنــدا د تــــ

Talmeeh In Pashto Poetry and Literature.

 Talmeeh. What Is Talmeeh? Definition and Example of Talmeeh From Pashto Poetry. تلمیح څه ته وایی؟ تلميح  تلميح هغه صنعت دے چې شاعر په يو شعر کښې چرته زړې تاريخي واقعې ته اشاره کړي وي لکه چې په خوشحال په رنتمبور کښې وشوې هغه کانې په ما لاهور کښې وشوې (قلندر مومند)  دې شعر کښې قلندر صاحب د خوشحال بابا رنتمبور کښې د بندي کېدو او د لاهور شاهي قلعه د ځان بندي کېدو ذکر کوي. د رنتمبور ذکر تلميح ده

Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana

Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.  Lyrics of Pashto Poem By Ghani Khan Baba. نظم  وایه وایه ملا جانه ژوند تپوس دي که جواب ژوند وصال دي که جنون دي که ارام که اضطراب ژوند امام دي که ګلفام که ممبر وي که محراب که یو مست غوندي جهان کښ رنګین خوب دي دا سراب که لمحه دا نور ګټل دی دا دي تور تاریک جهانه ژوند تپوس دي که جواب دي  وایا وایا ملا جانه ژوند فرغون دي او غرور دي  که جنون دي او سرور دي دا نمرود دا زرو تخت دي  که رنګین مرګ دا منصور دي دا حسین مسکي مسکي دي که یذید مست په غرور دي دا بهار دي که ګلاب دي لږ پټ شوي دا خزانه  ژوند تپوس دي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو مست دا میو جام دي که یو مات دا غم کچکول لیوني مخ دا خیام دي که اوښيار مخ دا بهلول یو رنګین باغ دا ګلونو که دا اور دا ازغو شپول که یو تیښته یو فرار دي تښتیدل دی له خپل ځانه ژوند تپوس وي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو خیشت دي چه خوریږی که جمال چه خاوري کیږی دا ساز خپل مرګ ته کړی ساندي که یو اور دي چه بلیږ دا دي تلو مقام دمه شته که دا سا نه سا تښتیږی منګو

Da Hashnaghar Maghror Malang. Ghani Khan Baba Kalam

Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam By Ghani Khan Baba. 1969 Pashto Poem by Ghani Khan, 1969. Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam By Ghani Khan Baba. 1969.  د هشنغر مغرور ملنګ  په نوم غني په جېب لپنګ سترګې د پيش، خړ ئې رنګ مدام ليکلي اړنګ دوړنګ  د خپل جهانه، ځانه، تنګ  تل اوسي د ځان سره په جنګ (۱۹۶۹/1969) عنوان - د هشنغر مغرور ملنګ شاعر - عبدالغني خان (غني خان) کتاب - لټون (مخ: ۲۸۰/280) Tags And Metadata. Pashto Times Pashto Poetry Lyrics. Latoon Collection of Ghani Khan Baba.  Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam Pashto Poem by Ghani Khan, 1969. Page 280 Of Book Named Latoon by Ghani Baba. Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam By Ghani Khan Baba. 1969 Pashto Poem by Ghani Khan, 1969

Sehra By Ghani Khan Baba. Pashto Lyrics

 Poet. Ghani Khan Singer. Sardar Ali Takkar.  Poem Sehra. Pashto Lyrics of Ghani Khan. Ghani khan babaغنی خان ۔۔! ❤ کلام صحرا    زه پتنګ ستا په رڼا یم مین ستا په تورو نه یم که کافر که مسلمان یم یمه ستا، د نورو نه یم زما واړه کمزورۍ دي، جوړې ستا، ستا د کماله تیاره ځکه شوله توره، چې شوه ورکه د هلاله چې تا ورک کړمه حیوان شم چې تا ووینم انسان شم . که په شګو کې ژوندون وي  ربه بومې ځه صحرا له که سودا کې ناز او شړنګ وي ما مرۍ ورکړه سودا له #TheLegendGreatGhaniKhan Pashto Times

Da Hashtnaghar Maghror Malang. Ghani Khan

 Da Hashtnaghar Maghror Malang. Ghani Khan Translation of Ghani Poems. د ھشنغر مغرور ملنګ په نوم غنی په جېب لپنګ سترګې د پيش. خړ ئې رنګ مدام ليکې اړنګ دُړنګ د خپل جھانه.. ځانه تنګ تل وسې د ځان سره په جنګ د ھشنغر مغرور ملنګ English Translation Of Ghani Khan Nazam " Da Hashtnaghar Malang". Proud hermit of Hashtnaghar, In name, Ghani, but deep in debt! With green eyes of a wild Tom-cat; And writing stuff, which has no sense. Of himself and of the world Fed up as no other is; With himself perpetually He's in conflict, everywhere, This hermit of Hashtnaghar!  Da Hashtnaghar Maghror Malang. Ghani Khan —Ghani Khan. Pashto Times blogs Pashto lyrics. Pashto to English Translation of Ghani Khan poems. Pashto lyrics with Ghani Khan, Lewanay Falsafi. Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam By Ghani Khan Baba. 1969

Wadikhla Dunya by Ghani Khan. Lyrics of Stargo da janan ki

 Stargo da Janan ki zama khukli Jehanona di Poet Ghan Khan and Singer Sardar Ali Takkar. وادي خله دنیا سترګو د جانان کی ز ما ښکلی جــهانونه دی وادی خله دنیا زه وګی ستا دا دنیا نه يمه هغه مستی غواړم چې یی مرګ نشى وژلي زه دی د غمونو د بیګاه او ســـــــــبا نه يمه زه یی په غرور درنه د مینی په نوم غـــــواړمه زه ملنګ بی لیازه ستا د ویر واویلـــا نه يمه  یو د سپوګمۍ څاڅکی ماله ټیک له دجانان را زه یم د خالونو د لعلونو ګــــــــــــــدا نه يمه شاعر : غني خان غږ : ټکر Pashto Times Pashto Poetry blogs. Poem. Ghani Khan. Music by Sardar Ali Takkar. Pashto Old Songs and Pukhto Sufi lines with lyrics. 

Ghani Khan Nazam. Tera Da Dunya. Pukhto Shayeri

 Ghani Khan Ghazal په_تیرہ_دا_دنیا (غنی خان خاندہ نن مه کوہ غمونه د سبا ښه پوھیږی د په تیرہ دا دنیا             د کَر وخت کښی د غوبل فکرونه مه کړہ            خورہ او څښه حساب کتاب ئۍ مه منه د تندی لیکلي نه شی ګرځولے په ویرونو، په ژړا، په واویلا              دا ځوانی به ھمیشه نه وی نامړدہ!              څه رضا کړہ د یارانو په مرضا سبا بیا خدائی د چرسیانو مسله دہ ترینه نیشته زورورہ مسله              نن دی زړہ له ټول اختیار د بادشاہ ورکړہ               سبا خدائی خبر چی څه به وی سبا؟ رازہ وخاندہ چی وخاندی غنی ھم ورله نه ورکوی خوند ځانله خنــــدا Ghani Khan Kalam.  Tera da Dunya. Pashto lyrics and understanding Ghani Khan baba. Pashto poetry blogs. 

Saud Bangash Ghazal. Pashto Poetry Lyrics

 Saud Bangash Ghazal.  چې  تېر  شـوی  پــر ځیګر  د  پښتنو  دی خـوښ  همـدا،  نفاق  خنجر  د  پښتنو دی خوشال خان غريب به خاورې بریالی شي چې  مـغلو  درست  لښکر  د   پښتنو   دی تش  پـه  خوله  تر  مارګلې  د  پښتنو  ده تش  په  خوله  باندې  خیبر  د  پښتنو دی زه  هم  وایم،  تـه  هم  وايې،  پر  درواغو چې  دا  کـوېـټـه،  پـېـښـور  د  پښتنو  دی نــړیــوالــو  شـیـطانــانــو  پـــه  ولکه  کې د  بــابــا  د  غــرو،  هر  سر  د  پښتنو  دی خـامخـا  بــه  بیا  راخېژي ، دا  قانون  دی غروب  شوی  که  سپين  لمر د  پښتنو دی ګاونډیان يې ټول د امن پر ساز رقص کړي تش  پــر  خــونـه  شوروشر  د  پښتنو  دی اې  سـعـوده! که  هـر  څـومـره  فولادي  و سـوری  شــوی  اوس  ټـټـر  د  پښتنو  دی سعود بنګښ  ۲۷/۱۱/۲۰۱۶ Pashto Times. This Pashto  Poem Includes Margala, Pekhawar, Khyber, Pukhtana , Quetta, Mughals and Khushal Khan Khattak

Hamid Baba Pukhto Ghazal

 Abdul Hamid Momand Baba Pukhto Kalam. Explained For Learners of Pashto Reading and Classic Poetry. ◇عبدالحميد مومند ◇کليات غزل:  چې ناظر د ساده رويو پۀ رخسار شم پۀ دا شمع, پروانه غوندې, نثار شم کۀ هر څو پۀ صبر زړۀ ټولوم, نۀ شي بې اختياره لکه موم ويلې پۀ نار شم غنچه خلۀ چې په خبرو راته وا کا د نرګس پۀ څير کوز ګورم, شرمسار شم چې يې شونډې تبسم تازه نګار کا باندې زۀ لکه سپند سوو ته تيار شم ځان جهان مې هسې هير, لکه هير خوب شي د خندا پۀ صبحدم چې رابيدار شم د ګلرخو پابوسي پريښودے نۀ شم کۀ راکيښ لکه نسيم پۀ خنډوخار شم لا مې ځائے نۀ شي د ترکو پۀ چوله کې کۀ د عشق ټيکه وهلې, زناردار شم وۀ مې باسئ د سکون له دينداريۍ چې بندي د تورو زلفو پۀ کفار شم نۀ به 'تو' راباندې پيښه نۀ به 'چخ' کا کۀ هر سو يې زۀ حميد سپے د دربار شم چې نا اهلو ته د اهل وينا وايم زۀ 'حميد' به د منصور پۀ دود پۀ دار شم  -توري/ معنی ● نار:  اور ● وا کول:  پرانستل, بيرته کول ● سپند: توره دانه, اسپند, د يو بوټي دانې چې د نظر ● ماتولو دپاره پۀ اور اچولے شي ● پابوسي:  پښې ښکلونه، تعظيم کونه ● چوله:  د هندوانو دَ

Wagma Saba Amir Pashto Ghazal 2022.

Wagma Saba Amir Pashto Ghazal 2022. غزل  څه حسین څه جادوګر یې د زړه سره  نه چې خدای یې نوښتګر یې د زړه سره درته غوږ یمه ارام راته غږیږه  د لفظونو جادوګر یې د زړه سره  دا سیندونه ولې ستا په لورې درومي نه چې ته هم سمندر یې د زړه سره  هاچې ما تر اوسه   هیڅ نه دي ویلي په هغو څنګه خبر یې د زړه سره  د تیارو لمنه ټوله کړه رادرومه راته ستوری د سحر یې د زړه سره  څه کیمیا او څه جادو لرې په لاس کې داچې خور په لر او بر یې د زړه سره  په سجده یم او تصویر دې لټومه ای ته خدای یې که دلبر یې د زړه سره  اخري خبره داده خپه نه شې د وږمې نه مرور یې د زړه سره Pashto Times Pashto Poetry Lyrics. Wagma Saba Amir Pashto Ghazal 2022. Pukhto Ghazaluna. Ghazalzar Pukhto. Poetry of Wagma Saba.  ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺣﺴﻦ ﺑﺎﻧﺪې دوﻣﺮه ﻏﺮور مکړه   داﺳﯥ ډﯾﺮ ښکلی ﺻﻮﻓﯿﺎن ﺷﻮل ﺗﻪ ﯾﯥ وﯾﻨﯥ

Abid Malang Pashto Poetry Ghazal. 2022

Abid Malang Pashto Ghazal. ويخ يمه خوب نۀ وي آرام نۀ کيږي  ياد سره دې بلکل ناکام نۀ کيږي دلته چاته مۀ وايه چي خوښ مې يې دلته د جذبو احترام نۀ کيږي کومې بدبختۍ د اولس وژاړم کومه تجربه مې پۀ قام نۀ کيږي سيده يم صفا صفا غږېږَمه مانه د هيندوانو رام رام نۀ کيږي اوس حالات خراب دي ښۀ وختي راځم اوس رانه شوخي پۀ ماښام نۀ کيږي هله به ښاغلے شم چې مړشومه داسې خو د چا راته فام نۀ کيږي ستا له وجې ستا د لېوني عابد څنګه به قيصې د بدنام نۀ کيږي New Pashto Poetry By Abid Malang Dir Maidan. Pashto Times Poetry Lines. Pashto Lyrics and Pashto Vibes. Lyrics of Abid Malang 202 Ghazal. Pukhto Shayeri aw Ghazal Lines by Abid Malang.

Lyrics Of Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak Jam. Ghani Khan Ghazal Pukhto

 Lyrics Of Ghani Khan Poetry. Poem. Che Masti V aw Zwani V Aw Dak Jaam. Der Gulona, Lag Yaran aw Rangeen Ghondi makham. Singer Sardar Ali Takkar Lyrics Of Ghani Khan Nazam " Masti". Pashto Poetry of Ghani Khan Baba. Lyrics Of Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak Jam. چې مستي وي او ځواني وي او جانان وي او ډک جام ډېر ګلونه لږ ياران او غمګین غوندې ماښام عشق څه اور وي او څه نور وي زړه لمبې لکه تنور وي په دې ژوند به زه ور ځار کړم جنتونه ستا تمام  چې زه ټول عمر ځلمى يم ځلميتوب به يو عذاب وي ځکه اوس را باندې ګران دى چې يې خېشت شي زر تمام تل سپوږمۍ د څوارلسمې بل جانان د شپاړسمې تل ځواني سيند د شرابو دا دوزخ دى که انعام دې دنیا پسې به ژاړم دا تياره هلال به غواړم هره ورځ به يادوومه نرۍ لړه د ماښام تنګ د حورو وفادارو بې وفا جانان به غواړم ستا آدم په ذات ښکارې دى د ښکار خوند کوي هر ګام د مستۍ د سيند په غاړه ثوابي روژې به نيسم اسوېلي به کوم يادوم به د ساقي نيمګړى جام هر يو شى چې ابدي شي يو افت شي يو عذاب شي بس يو تا سره مزه کا د ازل ابد دوامه بنده نوې رنګ محل کې نوى نوى جانان غواړي بيابان کې سره