Skip to main content

Hamza Baba Pashto Ghazal. Lyrics Of Pashto Ghazal

 Hamza Baba Kalam.

Pashto Poetry Of Baba E Ghazal Hamza Baba


زمـــــا زړه دې وي داغـــــدار ښــــۀ

ستـــا خالـــونه په رخســـار ښــــۀ


تـــۀ رنـګ رنـګ جـــــوړوه زلــفـــــې

زمـــــا عــمــــــر دې پــه دار ښــــۀ


تۀ په سترګو کښې مسکۍ شـــه

ښخ زمـا په زړۀ کښې خــار ښــــۀ


ګلـــــه تــــا بـهـــــر تــــه بـــــــوزي

لــــه ريـبـــــاره نـــوبــهـــــار ښــــۀ


نـن دې کـــــــړې دنــداســـــــه ده

اور دې بــل په هر ګفتــــــار ښــــۀ


تــه چې لږ پــرې خوشحــالــــېږې

غم زمـــــا په سر بسيـــــار ښــــۀ


د وصــــال پـه شپــه تلــــــوار کړې

دے تلـــــوار دې له تلـــــوار ښــــۀ


وعـــــده مــه کــــوه خـو راشـــــه

لـــه ګفتــــاره وي کـــــردار ښــــۀ


چې آشنــــا د چـــا طبيب شــي

هغـه درست عمـر بيـمـــار ښــــۀ


زۀ قـــــيــدي د رواج نــــــۀ يـــــم

ګـريبــان مې تـــار په تـــار ښــــۀ


تـــــۀ مــغــــرور او بــې نيـــــــازه

زۀ نيــازمند يمه خاکســـار ښــــۀ


ستــــا د وريځــو لـه دې ګونجـې

د تېرې تــــورې پــرهــــــار ښــــۀ


پــــه ژړا زمـــــــا ســــوالـــــونـــه

په خــــنــدا د تـــــا انـــکار ښــــۀ


شپـــه د وصـــل ســــروې قـــده

لـه وصـــــالـه دې رفتـــــار ښــــۀ


وس وصـــال دې ګلې مـۀ کــــړه

هــر يـو کار وي پخپــل وار ښــــۀ


تــــۀ زمــــــا د کــــور پــــــه لاره

او زۀ ستا د کـــور پــه لار ښــــۀ


ستــــا تـازه ښــېــــوې نازونــــه

د حــمـــزه تــازه اشعـــار ښــــۀ

Pashto Times Pashto Poetry Lyrics Blog.

Poet. Hamza Baba

Full name. Amir Hamza Khan Shinwari

Title. Baba E Ghazal ( Father Of Pashto Ghazal)

Born in Khyber Agency ( Lawargay)

بابا د غزل

امیر حمزه خان شینواری

پښتو غزل

لواړګي پیښور

Comments