Pashto Letter to God. روزي رسان او مهربان خدای ته لیک سلام ګرانه خدایه، زما ښه خدایه، مهربانه خدایه او روزي رسان خدایه! هیله ده چې حال مو... وبخښه خدایه زه فقیر او حقیر بنده ډیرې نیمګړتیاوې لرم نژدې مې پوښتنه درڅخه کړې وه چې څه حال دې دی؟ حتما ته ښه یې ځکه ته خدای یې او ستا حال خو هر وخت ښه وي. فقط لږ لطف وکړه او زموږ حال لږ ښه کړه له ځمکې لیک در ته لیکم، له تاسې به یې څه پټوم له ټولې ځمکې یې نه در ته لیکم له افغانستانه یې لیکم، د امپراتوریو او زبرځواکونو له ماتوونکې ځمکې، له کابله یې لیکم چې د نړۍ د زبرځواکونو ګور دی. په دومره تفاوت چې په قبرونو کې یې د زبرځواکونو د جسدونو په ځای د وږو او نویو زیږیدلو ماشومانو جسدونه دي هغه چې ستا د لارې فدایانو په ګولیو سوري سوري کړي دي زما شیرینه خدایه! ستا ځمکه تازه په تازه د اسلام مجاهدینو فتح کړې ده، د اسلام مبارکه لمن په ټول افغانستان خوره شوې ده او د شهیدانو د وینو سیلاب د غرب د اشغال ټغر ور ټول کړی دی. د ښځو ناولي قدمونه له ښار، بازار، مکتب او پوهنتون څخه بند شوي دي. په ښار کې د نرولۍ بوی خور دی. هر طرف چې ځې ږیره ده، ویښتان دي او وړۍ دي....
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.