Skip to main content

Posts

The Pathan by Ghani khan. Book Review In English

The Pathan By Ghani Khan Baba. A Book On Pashtun's History. Book Review Of The Pathan. The Pathan is a vivid sketch, story and picture of Pathans by the great Pathan poet and philosopher, Khan Abdul Ghani Khan, published in 1947. The book contains about sixty pages, but the pearls of wisdom, and history spread upon them are inestimable and invaluable. Ghani Khan starts the book with a logical statement and states that "the most difficult part of writing is to know where to begin, just as the most difficult part of speaking is to know where to stop". Just after reading this sentence, I felt that I am going to read a masterwork, and at the end, it proved so. Ghani khan has put the history, customs, and mindset of Pathans in the form of stories, that are interesting and informative at the same time. About the history and origin of Pathans, he says that "Pathan was a Budhist before he became a muslim and was a Hindu, before he became a Budhist".  He also says that &

Utmankhel of Teera by Tariq Utmankhel

*په تیرا کې میشتـــ اتمان خیل* تیرا د خیبر، کرم او اورکزو قبایلی سیمو ته غزیدلي ده څه لږه برخه یی د افغانستان شمالي ولایت سرحد ته هم رسیږي دا سیمه د کاڼې د دورے نه واخله تر دے دمه د تاریخ له رویه یاده سیمه ده. په قدرتي وسایلو مړه او پټه سیمه ده. دلته بیلا بیلې پښتنې قبیلې" میشت دي چې په کې اپریدي، شینواري او اورکزې په لوی کچ د یادونې جوګه دي. ولي د دغه سیمو په اورکزو ضلع کې یو شمیر اتمان خیل هم استوګن دي چې د باجوړ کرلاڼيو اتمان خیلو سره نسلي او نسبي تړاو لري. خو د بده مرغه د لیکوالانو د اورکزو په دولت زو کې ګډ کړي چې یوه تاریخې تیروتنه ده. ما چې د دغه سیمو د مشرانو سره وکتل نو نو هغوۍ په دے نکته پوهه وو ولي هغوۍ راته د سیاسی، سماجي، مصلحتونو ، ټولنیزو ستونزو، او نورو وجوهاتو خاکه مخې ته کیخوده. ډاکټر لطیفــ یاد، عبدالطیفــ طالبی، کاکاخیل، او نور ګڼ شمیر مورخ د دودیز تاریخ پر بنسټ لیکې ""اتمان خيل د څوارلسمې عيسوي پېړۍ په پيل کشې د يوسفزيو قبېلې پشه ګډون دټانک او ګو مل د غرونو نه دکابل او ننګر هار له لارې پېښور ته لاړل او له هغه ځايه په دو ابه او اشنغر کشې د ديوسف

Remembering Ghani khan. Pashto blog

د غنى خان يادونه  دا د کال ۱۹۷۶ خبره ده . زهٔ د ايډورډز سټوډنټيس يونين نائب صدر وم . د يو هړتال په نتيجه کښې د يونين صدر خالد عمرزۓ د کالج نه وايستلے شو او د صدر اختيار او ذمه وارۍ د قائم مقام صدر په حېث ما ته حواله شوې .  راج ولي شاه خټک صيب زمونږ د جونئير ھاسټل وارډن وهٔ. ما يوه ورځ هغه ته ووئيل چې زهٔ غواړم چې يوه ورځ د جونئير ھاسټل په هلکانو د يونين له اړخه فلم وګورم ” هغه راته ووئيل چې که فنډ درسره وي نو ښهٔ به دا وي چې په کالج کښې يوه مشاعره وکړو “ ما ورته ووئيل چې زهٔ خو د مشاعرې په چل نهٔ پوهېږم “ . هغه ځواب راکړهٔ چې دغه زما کار دى ، تهٔ بس د پرنسپل سره خبره وکړه . پرنسپل فل ايډمنډٔ اجازت راکړهٔ . خطونه مو چاپ کړل او غنى خان ته مو پکښې د مشاعرې د صدارت دپاره بلنه ورکړه .  لس اتهٔ خطونه مو د ځان سره واخستل او زهٔ راج ولي شاه صاحب او اجمل خان چې د ډاکټر خان صاحب نوسے دى او دغه وخت زمونږ د سينئير ھاسټل وارډن وهٔ ، محمد ناړۍ ته لاړو . غني خان زمونږ ډير دارمدار وکړهٔ او د چائ سره يې حلوه او نور ډير د خوراک څيزونه راوړل . او دا يې هم ووئيل چې ” چې زهٔ دومره نر نهٔ يم خو دا د فريدون

Ibni Rushd Philosophy. Pashto blog

ابن رشديت ابن رشد د اندلس اوسېدونکې فلسفى وو  چې فکر ئې په يورپ کښې ډېر زيات عام شوې وو. د ابن رشد فلسفې ته ابن رشديت وئيلې شى اٶ منونکو ته ئې ابن رشدى وئيلې شى. د ابن رشد د ټولو نه مشهوره نظريه دا وه چې صداقت دو مخيز دې يعنى يو د مذهب صداقت اٶ بل د فلسفې مطلب فلسفه اٶ مذهب بالکل جدا شيان دي اٶ هم ددې په نتيجه کښې فلسفه د مذهب د غلامۍ نه آزاده شوه خو مسلمانانو د ابن رشد دا نظريه هضم نه کړې شوه هم دا وجه وه چې د ابن رشد خيالاتو ته مغرب کښې ډېر شهرت ملاو شو اٶ مشرق والا د جديد فلسفې اٶ سائنس نه محرومه پاتې شول ځکه چې د امام غزالى نقطه نظر کوم چې د ابن رشد مخالف وو هغه د خلکو مازغو کښې په آسانه راغلو هغه ئې قبول کړو اٶ ابن رشد ئې د قرطبه جماعت کښې وتړو اٶ چې څوک به مونځ له راتلل هم به ئې پرې لاړې توکلې اٶ چې څوک به واپس تلل هم به ئې پرې لاړې توکلې اٶ پينځه وخته به ئې دغه شان هغه ته د لاړو غسل ورکوو د هغې نتيجه دا ده چې نن ټوله نړۍ په مونږ لاړې توکى. نوټ: کوم کار چې په مشرق کښې ابن رشد کوو هم هغه کار په يورپ کښې فرانسس بېکن وکړو چې فلسفه ئې بالکل د مذهب د غلامۍ نه آزاده کړه

History of Greece Philosophy in Pashto

... د یونان د فلسفې لنډ تاریخ ... لیکوال: پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح د يونان د فلسفې موضوعات له هغو موضوعاتو څخه دي چې په عمومي توګه پرې فلسفه خبرې کوي او په هغو کې منطقي مسايل، د پوهې تيوري، ميتافزيک، اخلاق او ښکلا راځي، مګر د يونان فلسفې دغه پنځه موضوع ګانې په برابر ډول نه دي څېړلي او زياتره پاملرنه يې د اخلاقو، منطق او ميتافزيک موضوعاتو ته کړې ده. د پوهې تيوري په هغه ډول چې اوس شته ده، په هغه وخت کې نه وه رامخ ته شوې او د ښايست پوهه هم په هغه ژوروالي او لويوالي سره چې وروسته څېړل کېږي، نه وه څېړل شوې. يوناني متفکرينو د طبيعت له کتنو او طبيعي پېښو څخه ماوراى الطبعي مسايل رامنځ ته کړل چې هدف يې دا و: ١-: د طبيعت د پېښو څرګندول چې په د باندينۍ نړۍ کې مونږ ورسره مخامخېږو او همدا ډول د دغو پېښو د لومړنيو علتونو رابرسېره کول چې دغه بحث د نړۍ پېژندنې يا (Cosmologie) په نامه سره يادېږي. ٢-: د ټولو څيزونو د ماهيت څېړنه او په کلي ډول سره د پېدايښت څرنګوالى چې دغې برخې ته د پېدايښت فلسفه يا Ontologie وايي. ٣-: ديونان ټولو فلسفه پوهانو د دغې ګډې فرضيې ((طبيعت)) په برخه کې فکر کړى چې د طبيعت

Moulana khanzeb article

د ثور کودتا تاه او ژوندې ولي. __________________                                                           مولانا خانزېب ولي خان پخپل کتاب ( باچا خان او خدائي خذمتګاري ) کښې ليکي چې داؤد خان چې د نادر خان د رور عبد العزيز خان ځوئي او د ظاهر شاه باچا د تره ځوئي وو زما ورسره ډېرې نزدې اړيکې وې ځکه چې د افغانستان په تاريخ کښې ډېر روڼ او ستر مقام ئې لرلو ېو نظرېاتي او په قام مئين مخلص پښتون وو د خپل چاپېريال سره په نړې وال سېاست هم ښه خبر وو  خو کله چې ده په ظاهر شاه تخت نسکور کړو او کم انقلاب ئې راووست نو ما باچا خان بابا ته ېو ورځ اووئل چې سره ددې نه چې زه ېو جمهوري سړې ېم د جمهوريت لپاره هرډول قرباني ورکوم د شخصي باچائي نه ېم مرګرې خو د داؤد خان په افغانستان کښې ددې انقلاب سخت خلاف ېم ځکه چې د سېاسي فیصلو تقاضا دا وي چې ړومبې دې سړې د خپل چاپېريال صحي تجزيه اوکړي د افغانستان چاپېريال داسې دې چې افغانستان په شلمه پېړۍ کښې هم د شلمې پېړۍ ملک نه دې هلته لا هغه شان قبائلي ټولنه ده د خانه بدوشې معاشره ده تعليم نشته او د سېاسي شعور او پاليسې خو هډول سؤال نه پېدا کېږي .  په قبائلي معاشره کښې ې

Betee Dam about Taliban and Mula Umar. Part 2

دوهمه برخه  د مولا عبیدالله اخوند مرګ دا سوال پورته کوي چې ای ایس ای دغه وخت کې مولا منصور ته ولې ریاستی پروټول ورکوو او هغه یې ولې وژلو ؟ جبار عمری وایې چې د طالبانو د امارت غورځیدلو نه پس خو نه مولا عمر جنګ کړی نه یې بیا بیرته د امارت د جوړولو کوشش کړی نه یې د طالبانو په چارو کې ګوتې وهلي ، او نه په خپل امارت پسې خفه وو . جبار عمری بیا وایې د حمید الله توخي او د امریکې د ویرې مونږ قلات پریښود او د قلات نه څه کلومیتره لری د زابل سېوری نومی کلي کې میشته شو ، نو څه وخت پس دغه علاقه کې طالبانو د افغانستان او امریکې په فوځ حملې پیل کړی نو ماته مولا صیب وویل چې دوي ته ووایې دلته جنګ مه کوئ هسې نه چې ستاسو له وجې زمونږ په کور چاپه وغورځیږي او ونیولی شو. اوس سوال دا پیدا کیږي چې مولا عمر څومره کمزوری وو ؟چې کوم ځای هغه میشت وو نو نه خو په هغه علاقه کې طالب جنګیالو ته مالومه وه چې دلته امیر المومنین دی او نه مولا عمر غوښتل چې د دوي سره مخامخ لیدل کتل وکړي . د جبار عمری لخوا په دې کتاب کې مهم انکشافات دا دي چې د کال ۲۰۰۱ نه واخله د ۲۰۰۴ پورې د مولا عبد الصمد د کوره نه دی وتلې ، او نه یې چرته ک

Bette Dam about Taliban and Mula Umar

د نیدر لینډ د جرنلسټې Bette Dam د ملا عمر په اړه د کتاب لوستلو نه پس زه په دې نتیجه ورسیدلم که چرې هم د افغانستان په جنګ یو ازاد کمیشن جوړ شو او هغوي په دې جنګ کې د ټولو فریقینو نه پوښتنې وکړې نو مالومه به شي ، چې دلته طالب چا پمپ کړی؟ او چا ترې ګټې اخستي؟ او د امریکې په افغانستان کې د شتون نه د افغانستان جنګسالارانو څومره ګټې پورته کړي ؟ د طالب نه څومره مقامی او بین الاقوامي سرمایه دارانو او بدمعاشانو ګټې پورته کړي ؟ د Bette Dam په دې کتاب کې تر ټولو نه مهم باب د مولا عمر ژوند پس د ۲۰۰۱ نه دی ، په دغه لوستلو باندې سړی ګوته په خوله او خیران دریان پاتې کیږي ، چې صرف د مولا عمر د نامې نه طالب او د افغانستان جنګسالارانو څومره استفاده کړې؟ جرنلسټې Bette Dam په دې کتاب کې د مولا عمر د ټولو پخوانیو طالب مشرانو انټروئ بیان کړي چې پکې په کوئیټه کې د ISI د چتر لاندې میشت طالبان مشران هم شامل دي . په دغه کتاب کې د مولا عمر د نژدې ملګري مولوي جبار عمري انکشافات د څیړلو وړه دي . د مولا عمر یو بل ملګری عبدالسلام راکټی وایې کله چې زمونږ رژیم د کال ۲۰۰۱ په اخره کې وغورځیدلو نو د طالبانو اخرئ غونډه

Wardak Pashtun Tribe. Gul ahmad Wardak

Who Are Wardak Pashtuns? Who Are Wardag? Wardag, Wardak Or Mayar. Wardag Sook De? Pashto کرلاڼ د غوري شهزاده زوے او ځوځات دی اتمانزي او احمد زي( وزیر) د موسا دروېش بن خدري بن وزیر بن سلیمان بن کرلاڼ بن شاهزاده غوري څخه دي:۲ وردګ د کرلاڼ نیکۀ لۀ ځوځات څخه دے او نوموړے نیکۀ د غوري شاهزاده ځوځات دے نو پۀ دې حساب د وردګو د نسبت سلسله د پښتنو غوریانو پۀ سلسله ګډیږي او د یوې ممتازې یعنې غوري کورنۍ لۀ ډلې څخه دي او پۀ پائې کښې لوے سهاک باچا ته د دوي د نسب سلسله رسیږي: ۳ نوموړے مورخ صدیق الله ریښتین صېب د وردګو پۀ قدامت داسې رڼا اچوي “ وشتاسپ باچا لۀ قربانیو وروستو لۀ خداے څخه وغوښتل چې ماته دومره قوت راکړه چې د شیطانانو عبادت کوونکي ووژنم او د وردهکا قومونه د حیواناتو له اطاعت څخه خلاص کړم “ د دې فقرې څخه دا معلومیږي وردهکا د د یو څو پخوانيو قوم نوم دے او غالبه ده چې دا قومونه له اریائي قومونو څخه وو ځکه ویشتاسپ باچا د دوي ازادۍ د پاره د خداے څخهقوت غوښتے دے. وردهکا او وردک کټ مټ یو شے دے. موجوده وردک هم هغه قدیمي وردهکا دے چې ذکر یې پۀ اوستا کښې راغلے دے: ۴ وردګ توخي اندړ ترکۍ ځدراڼ خټ

Alexendar the Great and Pashtuns

سکندراعظم  او پښتانه  سکندر چې دنيا ٸې د اليګزنډر په نوم هم پيژني ـ د پلار نوم ٸې فيلپ وو چې د مقدونيې بادشاه وو او د يو يوناني دلاسه ووژل شو او بادشاهت  سکندر يعني اليګزنډر ته پاتې شو ـ سکندر د مشرقي مهم آغاز وکړو ـ لس کاله په دې مهم کې لګيا وو څلورو کاله ٸې د پښتنو سره په جنګ کښې تير کړل او شپږ کاله ٸې د اسياٸې صغير يعني شام،بابل،مصر،فارس ، او هند په جګړو او سفرونو کښې تير کړل ـ  مونږ به دلته د سکندر هغه جنګونه چې د پښتنو د ځنو قبيلو سره ٸې کړي دي هغه به ګورو د هغې قبيلو زاړه نومونه به ګورو او د هغوي شتمني به ګورو ـ سکندر چې کله ايران ته رارسي نو دې وخت کښې د ايران بادشاه دارايوش کردو مانوس وو ـ   د يونانيانو او ايرانيانو يعني سکندر او د دارا ړومبے  جنګ د  ګرانيکس نومې سيند په غاړه وشو چې ايرانيانو ماتې وخوړه ـ دويم جنګ د اسوس په مقام وشو خو ايرانيانو بيا شکست وخوړو ـ دريم جنګ د ګوګاميلا په ميدان کې وشو په دې کښې هم ايرانيانو شکست وخوړو ـ د پوهانو په نزد په دې جنګ کښې د پښتنو فوځونو هم شرکت کړے  وو ـ  ياده دې وي چې د سکندر ټول فوځ شپيته زره وو ـ   سکندر د ايران دوه ن سوه کاله زوړ حکو