Skip to main content

Betee Dam about Taliban and Mula Umar. Part 2

دوهمه برخه 

د مولا عبیدالله اخوند مرګ دا سوال پورته کوي چې ای ایس ای دغه وخت کې مولا منصور ته ولې ریاستی پروټول ورکوو او هغه یې ولې وژلو ؟

جبار عمری وایې چې د طالبانو د امارت غورځیدلو نه پس خو نه مولا عمر جنګ کړی نه یې بیا بیرته د امارت د جوړولو کوشش کړی نه یې د طالبانو په چارو کې ګوتې وهلي ، او نه په خپل امارت پسې خفه وو .

جبار عمری بیا وایې د حمید الله توخي او د امریکې د ویرې مونږ قلات پریښود او د قلات نه څه کلومیتره لری د زابل سېوری نومی کلي کې میشته شو ، نو څه وخت پس دغه علاقه کې طالبانو د افغانستان او امریکې په فوځ حملې پیل کړی نو ماته مولا صیب وویل چې دوي ته ووایې دلته جنګ مه کوئ هسې نه چې ستاسو له وجې زمونږ په کور چاپه وغورځیږي او ونیولی شو.

اوس سوال دا پیدا کیږي چې مولا عمر څومره کمزوری وو ؟چې کوم ځای هغه میشت وو نو نه خو په هغه علاقه کې طالب جنګیالو ته مالومه وه چې دلته امیر المومنین دی او نه مولا عمر غوښتل چې د دوي سره مخامخ لیدل کتل وکړي .
د جبار عمری لخوا په دې کتاب کې مهم انکشافات دا دي چې د کال ۲۰۰۱ نه واخله د ۲۰۰۴ پورې د مولا عبد الصمد د کوره نه دی وتلې ، او نه یې چرته کاغذی ، یا ویډیو ، اډیو پیغام لیږلی او نه یې د کویټې د طالبانو مشرانو سره ربط جوړ کړی ، 
په سېوری کلی کې هم د هغه دغه حال وو ، او د کال ۲۰۱۳ پورې یې صرف بی بی سی پښتو اوریدله د قران تلاوت به یې کوو او هغه به یې په خپل زوړ نوکیا موبایل کې ریکارډ کوو او بیا به یې اوریدلو ، ګیره به یې په نکریزه سره کوله او مدام به یې نسوار کول .

د جبار عمری مطابق مولا عمر صرف د قران ترجمه په زابل کې د یو صوفی مولا نه کړی وه او هیڅکله اکوړې ته د سمیع الحق مندرسې ته نه دی تلی . 
اوس سوال دا دې چې یا خو سمیع الحق د بین الاقوامی اسټبلشمنټ په وینا د مولا عمر نه فیل جوړوو او یا مولا عمر هسې په یو سازش دافغانستان د امارت ۶ کاله امیر وو او د هغه حکومت بل چا چلوو .
جبار عمری وایې کله چې اسامه په ایبټ اباد کې ووژلی شو نو ما هغه شپه Voice of America دری اوریدله او مولا عمر په درۍ ژبه نه پوهیدله زما نه یې پوښتنه وکړه چې دوي د اسامه نوم ولې پرله پسې اخلي ، نو ما ورته د هغه د مرګ قیصه تیره کړله خو نه یې د هغه په حق کې دعا کړی او نه یې افسوس ښکاره کړی .

د مولا جبار عمری له خلې مولا عمر د کال ۲۰۱۳ په لومړۍ میاشت کې د په الټو او تبه پریوتلو ، او د اپریل په میاشت کې مړ شو ، په دغه درې میاشتو کې د هغه هیڅ علاج نه دی شوی.

سوال دا پیدا کیږي چې د کویټې شوره ته په دغه وخت کې د افغانستان  د کوکنارو د کاروبار نه په ملینو ډالره د کال تلل خو د مولا عمر علاج پرې نه کیدلو چې ولې ؟؟

مولا جبار عمری مولا عمر د کور خوا ته د شپې په معمولی رڼا خخ کړو خاورې یې پرې انبار کړی او ویډیو یې ترې وکړه چې دغه د ثبوت په توګه د هغه زوی یعقوب ته کویټې ښار ته ورسوي چې د هغوي د پلار د مرګ په اړه تسلیت وشي ، کله چې یعقوب ته دغه ویډیو په لاس ورغله نو زابل ته لاړو او اولس ورځې پس یې د پلار قبر وڅپړدو او بیرته یې دفن کړو ، په زابل سېوری کلی کې مولا جبارعمری یعقوب ته د مولا عمر د لاس دوه لیکلی شوې ډایرۍ وسپارلې چې نه خو په دغه کې د طالبانو د مستقبل په اړه څه لیک وو او نه د نوی امیر د ټاکلو حکم او نه د طالبانو د منظم کیدلو څه پیغام وو .

د مولا عمر زوی یعقوب چې کله بیرته کویټې ته لاړو نو د کویټې شوره ته یې د پلار د مرګ حال بیان کړو او طالبانو خپل نوی امیر ملا منصور وټاکلو ، Bette Dam د هغه په اړه وایې چې د هغه په مرګ کې قوی امکان دی طالبان مشران ککړ وو ، ځکه بعضې مشرانو د هغه په لاس د بیعت  کولو نه انکار کړی وو .
بیټ ډیم په افغانستان کې د خپل ۵ کاله ریسرچ او د طالبانو د انټرویانو نه دا ثابتوي ، چې د کال ۲۰۰۱ نه واخله ۲۰۱۳ پورې د مولا عمر څومره هم پیغامونه طالبانو نشر کړي دا ټول Fake یعنی جعلی دي .او طالبانو د هغې نه ګټې پورته کړي .

مولا جبار عمری وایې کله چې مولا منصور داد الله هغه دوه طالبان ونیول کوم چې د هغه د میرنی ورور قتل کې ککړ وو نو ملا عمر پیغام دا دالله ته ولیږلو او د هغوي د قتلو نه د منع کولو کوشش یې وکړو خو دغه پیغام داد الله ته ونه رسیدو او یا یې رد کړو او څه ورځې پس داد الله هغه دوه نفره طالبان حلال کړل .

د دې کتاب لوستل انسان په فکر کولو مجبوره کوي ، چې څومره د یو بې اثره  انسان نه لوی فیل جوړ شوی ؟
او د هغه د نامې نه څومره طالبانو ، مجاهد جنګسالارانو او امریکې استفاده کړې؟

ځکه خو مونږ مدام وایو چې د اولس په مینځ کې غل سیاستمدار د یو نالیدلي غیر اولسي شخص نه سل وارې بهتر دی 


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso