Skip to main content

Posts

Latest

تازه ولسمشر په یوه ټویټ کې لاندي ټکو ته اشاره کړی ! له ټولو افغانانو بښنه غواړم چې په یو منظم ډول حکومت خاتمه پیدا نکړله، که چیري پاتي شوی وی نو کوڅه په کوڅه ښار په ښار به جنګ شروع شوی وه او یو ځل به بیا ۱۹۹۰ کال پیښه تکرار شوی وه له کابل د وتلو پریکړه مې په ژوند کې ډیره سخته وه خو یواځیني لار وه چې ټوپک خاموشه پاتي شي او کابل وژغورل شي ما تقریبا شل کاله دې خاوری ته خدمت کړی ترڅو یو روښانه او په ځان بسیا افغانستان ولرو هیڅ نیت مې نه لرلو چې افغانان یواځی پریږدم. په راتلونکې کې به په وضاحت سره له تاسو سره ټول جزیات شریک کړم ، او کوم تورونه چې ګواکې ما له افغانستانه نه په میلیونونو ډالر وړی دی په کلکه یې ردوم او حاضر یم چې زما شخصی سرمایه وڅیړل شي زما په حکومتداری کې هدف دا وه چې د فساد سره مبارزه وکړو، او د امنیتي ځواکونو قربانی ته احترام لرم کوم چې دوي په څلویښتو کلونو کې د افغانستان د ثبات لپاره ورکړی دي فوسټ درسره شییر کړئ 🙏 @Osuli 😭

Contribute to Pashto wikipedia

درنو دوستانو سلامونه او درناوی! دا چې ويکيپېډيا د ژبو په پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبوي، نو موږ ته په کار ده چې پښتو ويکيپېډيا کې ليکنې وکړو. لومړی به تاسو ته ويکيپيډيا در وپېژنم: #ويکيپېډيا د ليکنو او معلوماتو خپرولو لپاره يو وړيا پوهنغونډ دی، چې د نړۍ تر ۲۰۰ زياتو ژبو ويونکې په خپلو ژبو پکې فعاليت کوي، په دې پوهنغونډ کې په بېلابېلو برخو معلومات خپرول کېږي لکه: جغرافيايي، ساينسي، ټولنیز، طبعي او داسې نور .... #پښتو_ويکيپېډيا: د ويکيپېډيا يو بڼه ده چې په پښتو ژبه کې کې پرې لیکنې کېږي. د پښتو ژبې ويکيپېډيا شاوخوا په کال ۲۰۰۷م کې فعالیت پیل کړ، او د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره یوه غوره وسیله ثابته شوې ده چې اوسمهال شاوخوا ۱۱,۵۰۰ لیکنې، ۲۳٬۹۲۰ ګڼونونه او ۲ پازوالان لري. که څه هم چې تر دې دمه د ويکيپېډيا د پښتنو غړو شمېر څه د پاسه ۲۳٬۹۲۰ دی، خو په دغو غړو کې د ګوتو په شمار کسان د ويکيپېډيا لپاره ليکنې برابروي. د دوی د ليکنو په برابرولو کې د څو لارو نه ګټه اخيستل شوې، د خپل ځاني استعداد په کارولو سره يې د نورو ژبو نه ژباړې کړي، د نورو وېبځايونو نه يې مالومات راغونډ کړي او دلته يې ځای پر ځای کړي

Abraham. Pashto blog by Faisal Faran

دبائبل مقدس له رويه ابراهيم ع دار ښار نه راوتې و چرته چې دغه زمانه کښې د " کسديانو /کاسيانو /کلدايانو "باچاهي وه نو يو حواله کښې ابراهيم ع د "ار" سلطنت دريم شاهي ټبرسره تړل شي دکوم ټبرشاهانو چې به خپل پرستش راکولو ددې ټبر يو کتبه چې څلورزره کاله لرغونې ده باندې د "ابى رامو" نامه ليک ده دانامه ويلو کښې ابراهيم ته ورته ده خو بله دوېمــه حواله د"لارسه" ښآر کتبه ده دازياته باوري ده دسمير دسلطنت يوشميرشاهي ټبرې تېرې شوي چې يو پأچا پکښې " نرعداد يا مرعداد "نوميږي ددې پاچا پلازمينه لارسه ښار و خو دې پاچا په" ار" ښارکښې يوه ودانۍ ديادګارپه توګه جوړه کړې او باندې ئې ليکلي چې داوداني نرعداد پاچا ديو باغي" ناعيدشمش" دوباسلو خوشالئ کښې جوړه کړې ناعيد شمش سميري ژبه کښې د لمرنه منونکي ته وائي ددې نه اندازه کيږي څې ناعيدشمش په 2141نه 2125ق م د"ار"نه ليږدن کړې او دادومره منلې شخصيت و چې پاچانرعداد ئې دښاره وباسلو خوشۍ کښې يادګاري وداني رغ کړې وه قران پاک کښې نمرود نوم نشته البته بائبل زړه لوظنامه کتاب پيدائش کښې

Adv Hamayun Kasi blog

د افغانستان د تقسیم بنياد يې نن په باقاعده توګه کېښودى. چې د افغان ملت ملغلرې قامونه، اوزبک، تاجک، ترکمن، هزاره او بلوڅ په کم حکومت کشې برخه نه لري هغه د افغانانو حکومت نه بلکې د دلالانو حکومت دى. دغه نن چې کم حکومت اعلان شوى دغه به د افغانستان هغه تقسیم ته زمينه برابروي، د کم په هکله چې موږ له کلونو اندېښنه څرګندوو. ټاليب ښکاره خبره ده چې پخپل زور نه دى راغلى د امریکا او پنجابي پوځ په زور راغلى دى. ځکه به اوس په دا سيمه کشې د امریکا او پنجابي پوځ موخې مخ پر وړاندې وړي. پنجاب به هتمن دا غواړي چې د افغانستان ټکى له منځه ولاړ شي. شماليان به د خوراسان او لا په بل کم نامه رياست جوړ کړي او د ټاليبانو دغه پاته خوا به پښتونستان و نوموي. دغه پښتونستان بيا د پاکستان تر مکمله واکداري لاندې راوستل ډېر آسانه دى. که د چا دا خيال وي چې د پښتنو به آزاد پښتونستان وي نو دا خوب کېدلى شي خو حقیقت ځکه نه، چې ملکونه د مټو په زور او په تدبیر جوړېږي، پشتانه نه خو د مټو زور لري او نه تدبیر، بلکې له سره ملتپالنه پېژني هم نه. لکه څه رنګه چې د پښتنو افغانانو څلور رياستونه او بيا فاټا پاکستان هضم کړه، او د پښتنو

Afghan women and Taliban govt

Afghan women today protested for their rights in Kabul. The "reformed" Taliban beat them up and resorted to aerial firing to disperse them. They are showing extraordinary courage by standing up to armed men whose primary goal in life is to subjugate women. It once again shows that religious extremists are terrified of those who ask for their rights, especially if they happen to be women. It is unfortunate that so many young Afghans now hate Pakistan. It is neither the fault of Afghans nor ordinary Pakistanis. In Afghanistan, the previous regime placed all its governance failures at the doorstep of Pakistan, using its neighbor as scapegoat for an inept government. In Pakistan, our Afghan policy was never a national policy but was always led by a department that wishes to use Afghanistan as a proxy. They have manufactured a narrative in which progressive Afghans are our enemies and the Taliban are our friends. Not only does it reflect the medieval mindset of our ruling elites,

Amir Ghazi Amanullah khan

Ameer khan yousafxai د نن نه سل کاله وړاندې چې کله غازی امان الله خان د یورپ د شپږو میاشتو د سفر نه بیرته افغانستان ته لاړو نو لویه جرګه یې راوغوښتله او خپل اولس ته یې په ډاګه کړه چې نړئ بدله شوې د دې سره سم تلل د وخت ضرورت دی . امان الله خان ته د اروپه سفر دا هم وښودله چې تر کومې د یو وطن ښځې تعلیم یافته شوې نه وي نو هغلته پرمختګ نه راځي . کله چې دا خبر جنوب ته د ننګرښار ملایانو ته ورسیدو او شمال ته د تاجکو نو هغوي د افغانستان د هغې وخت په عسکرو حملې پیل کړئ او لومړۍ اولسوالئ یې د ننګرښار د شینوارو سقوط کړه . او د جلال اباد په لور روان شو . دغې ملایانو یولس شرائيط غازی امان الله خان ته ولیږل چې یا به دا منې او یا جنګ ته تیار شه هغه شراط دا وو. ۱؛. خپلې ښځې ثوریا ته طلاق ورکړه ۲؛.ترزئ قبیله د افغانستان نه وباسه بې د محمد ترزی نه ځکه چې هغه د ثوریا پلار دی او ځندانی یې کړه ۳؛.د ښځو ټول ښونځي ( سکولونه) زر تر زره بند کړه ۴؛،هغه افغانۍ نجونه بیرته افغانستان ته راوغوړه کومې چې ترکی ته تا تعلیم له لیږلي ۵؛. د تمامې نړئ سفارتونه بند کړه بې د برتانیې د سفارت نه ۶؛.نوی جوړ کړي قوانین تمام ختم

Urdu names for boys. Boys Names In Urdu. Meanings Of Names

Urdu Names For Boys With Meanings. Boys Names In Urdu. لڑکوں کے نام اور مطلب آدم Adam گندمی آصف Asif ایک درخت کا نام آفاق Afaq آسمانی کنارے آفتاب Aftab سورج ابان Aban واضح، ظاہر ابتسام Ibtisam مسکرا نا ابتھاج Ibtihaj خوشی ابراز Abraz نیک ابراھیم Ibrahim خادم، قوموں کا باپ ابراھیم Ibrahim خادم ابصار Absar بصیرت، دانائی ابو ذر Abu Zarr پھیلانا، بکھیرنا ابو ھریرہ Abu Huraira بلی کے بچے والا ابیض Abyaz سفید اتحاف Ittihaf تحفہ دینا.. اثرم Asram توڑنا اثیر Aseer بلند اجلال Ijlal بزرگ ہونا اجمد Ajmad لازم، ٹھہرنا اجمل Ajmal بہت خوبصورت احتشام Ihtisham شان و شوکت احسان Ihsan نیکی کرنا احسان الٰہی Ihsan Ilahi اللہ کا احسان احسن Ahsan بہت اچھا، عمدہ احمد Ahmad زیادہ تعریف والا احوص Ahwas محتاط، رفو کرنا ادریس Idrees پڑھا ہوا ادلال Idlal ناز و نخرہ کرنا ادھم Adham سیاہ اربد Arbad اقامت، ابر آلود ارتسام Irtisam نقش و نگار بنانا ارتضٰی Irtaza پسندیدہ ارجمند Arjumand قیمتی، پیارا ارسلان Arsalan غلام، شیر ارشاد Irshad راہنمائی ارشد Arshad ہدایت یافتہ ارقم Arqam تحریر، نشان والا ارمغان Armaghan تحفہ،

Afghanistan flag issue.

ملی بیرغ ملی هويت ملی عزت حکومتونه ځي راځي ، تنظیمونه او ګوندونه هم ځي راځي خو په یو ملت او وطن کې ځينې داسې تلپاتې اعتقادي او ملي ارزښتونه وي چې پر هغو باندې د ټولو ملت ټولیز توافق او اجماع موجوده وي، هغه که هر ګوند او ډله واک او ځواک ته رسېږي ، نه یوازې د دې ارزښتونو د تغیر هڅه نه کوي ، بلکې د هغو د پاللو او ځلولو لپاره هم هلې ځلې کوي، په افغانستان کې اسلامیت چې د اسلام جوهر دی او افغانیت چې د افغان جوهر دی ، دا دواړه زموږ اعتقادي او ملي ارزښتونه دي ، پالنه او ځلونه یې د هر مسلمان افغان مسولیت او مکلفیت دی، د تاریخ په اوږدو کې چې هر فرد او سیاسي ډلې دې ارزښتونو ته په سپکه کتلي او یا یې په دې دوو کې یو له پامه غورځولی ، هغوی سپک شوي او د تاریخ له یوې درنې څپېړې سره مخامخ شوي دي.په دې تېرو شلو کلونو او په تېره بیا د محبوب ولسمشر غني د حکومت په بهیر کې چې د قدرت پر سر د طالبانو او د حکومتي پوځونو تر منځ جنګ روان و ، د ټولو هیله دا وه چې دواړه خواوې باید لږ تر لږه پر دیني او ملي منل شویو ارزښتونو توافق ولري او هغو ته ستونزې پېښې نه کړي ، خو اوس چې ګورو د طالبانو د تحریک له لوري چې کومې س

Taliban govt. Pashto blog

د ط. البانو تر وروستیو ټاکنو تېره ورځ مې پر ټویټر ولوستل چې نوي حکومت د حاجي ادریس په نوم یو شخص د افغانستان بانک د رئیس په توګه معرفي کړی دی. د حاجي ادریس د تحصیل او کاري تجربې په اړه هېڅ معلومات نشته دی خو دومره يې په اړه خپاره شوي چې نوموړي دیني زده کړي دي. تر دې مخکې صحت عامې ته یو بل دیني عالم معرفي شوی و، اتر ادارې ته، د اوبو د تنظیم ادارې ته، والیان، ښاروالان، په ولایتونو کې د تخنیکي برخو رئیسان او نور هر څوک چې معرفي کیږي، مختاړی يې «ملا، مولوي» حتما وي. زه د ملا مخالف نه یم، بلکې خپله هم ملا یم، پلار مې هم ملا دی او نیکه مې هم حافظ د قران و. ما شخصا لیسه نه ده ویلې، بلکې د دیني زده کړو له مدرسې فارغ یم، په کوچینوالي کې مې قران حفظ کړی دی، د ګرمیو په رخصتیو کې مې د حنفي فقهې معتبر کتابونه په مدرسو کې ویلي او اوس یې هم وخت پر وخت د اړتیا په صورت کې مطالعه کوم. نو څوک دې داسې فکر نه کوي چې زه د شخص ملا مخالف یم. په ط. البانو پخوا یو نقد دا و چې دوی هرې برخې ته «ملا» مشر کړی و او مسلکي او تخصصي خلکو ته هیڅ د حکومت په رأس کې ځای نه ورکول کيدلو. د صحت عامې وزیر، فواید عامې وزیر،

Mula hassan akhund. Pashto blog

ملا محمدحسن اخوند ښه کواليفائيډ سړی دی ډاکټر اشرف غني يواځې ډاکټريټ ډګري لرله او په پرمختګ او د رنځورو هيوادونو په بيا رغونه او پرمختګ ته چمتو کولو کې ئی لس شل کاله تجربه لرله محمدحسن اخوند د بودها د مجسمې د نړولو هم فتوا ورکړې وه او هم ئی په خپله نګرانی کې نړولی وه تر دی بل غټ کواليفيکشن غواړئ؟ اشرف غني چرګ نه شو حلالولی، بلکه چيرته ئی چرګوټې هم نه و حلال کړی، ملا مامدحسن اخوند تر شپيتو زيات کفار افغانان د خپلو سترګو وړاندې په خپل شرعي حکم حلال کړي وو، تر دی غټ کواليفيکشن غواړئ؟ اشرف غني چيرته په کابل کې ډز نه دی کړی مامدحسن اخوند د ملګرو ملتو د ترهګرو په نوملړ/ لیسټ کې ښه پورته مقام لري صرف دا خپل وزيرداخله سراج الهک هکاني ترينه پورته دی او پينځه مليونه ډالره انعام په سر لري، په اشرف غني څلور آنې انعام نشته تاسو نور له خدايه څه غواړئ؟ هيپت الله د عالم برزخ څخه د ملا مامدحسن اخوند نوم مولوي جنرل پيز اخوند ته وليږلو او ورته ئی ووئيل چې د ملا برادر څخه ځان ساتئ او هغه ستانکزي ته بيخي عهده مه ورکوئ ځکه چې هغه هلدي رام سره پخوانی يارانه لري او هلدي رام سره د ښو تعلقاتو باجه ږغوي نو هلدي ر