Skip to main content

Kalam Rahman Baba.

Poetry of the Great and ever remembered Pashto Saint mystical poet Abdur Rahman Baba.
Pashto Times presentation for all lovers of Pashto Poetry and great classic literature.
د عبدالرحمان بابا غزل ټولو مینهٔ والو ته ډالۍ:

چرته د يار شونډې ، چرته غم د دل و جان
چرته کوتي لال او چرته لال د بدخشان

پاک و منزه دی عشق د نفس له خاصيته
چرته چاه د ګيډې، چرته چاه د زنخدان

لږ تفاوت نه دے د رندۍ د زاهدۍ
چرته زلمي جونه ، چرته کونډې يتيمان

واړه بېوقوف دي چې څوک دين په دنيا پلوري
چرته پينځه ورځې ، چرته عمر جاودان

ځار شه د هوا و حرص خيال تر قناعته
چرته ملک د مصر، چرته ده د غلامان

نه شي د ملنګو د خانانو سره کلے
چرته عزيزخان چرته ملنګ عبدالرحمان

The painting of Great Abdur Rehamn baba, The most loved Pashto Classic poet.

Comments