Skip to main content

Chandan pashto blog

چندڼ ( چندنړ) دپښتو شاعرانو په شعرونو او ټپو کې 
-------------------------------------------------------------------
زلفې دې بیا په مخ خورې کړې 
لکه ښامار چې له چندڼ تاو شوی وینه
چندڼ یا چندړ چې په فارسي اوعربي کې یې صندل ، په سنسکریت یې  چندونم ،په یوناني ژبه یې  سندانون ، په انګریزۍ کې یې(       Sandalwood ) بولي او لاتین یا علمي نومونه  یې  (   santalum album   ) او (  Santalum spicatum   ) دی دجنوبي هند په ایالتونو    کریلا ، تمیل ناډو، کرناټک  ، میسو ر او او دهنددمدهیا پردیش په ایالت  او همداراز په ځینو نورو هیوادونو  سریلانکا ،نیپال ، بنګله دیش ، پاکستان ، دهاوایی په ټاپوګانو ،جنوبي امریکي ،  آسترالیا ، ویټنام او  اندو نیشیا کې پیدا کیږي . 
دچندڼو دونې لرګي ډیر خوشیویه دی نو ځکه په ګرانه بیه خرڅیږي . هندوان ، بودایان او زردتشیان یې په خپلو عبادت ځایونو کې دخوشبویۍ لپاره کاروي او دهندوانو ډیر مندیرونو دروازې دچندڼو  دخوشبویه لرګي نه جوړیږي .  شتمن هندوان چې کله خپل مړي سوځوي نو د نورو لرګیوسره دچندڼو یو لرګی هم ورسره ږدي . همدارنګه هندوانې ښځې  دچندړو دلرګي پوډر له سیندروسره ګډوي او د تندي سورخال پرې لګوي . دچندڼو لرګي ډیر غوړ لري او  څومره چې دغه ونه زړه شي نو دلرګي خوشبویي یې هم نوره زیاته شي  .دچندڼو ونه ډیر عمر لري او په کوم ځای کې چې دچنډنو ونه شنه شوي وي هلته نور بوټي  او ونې نه زرغونیږي ، ښایی دا به ددې ونې دخوشبویي له کبله وي .
همداراز دچندڼو دلرګېو دغوړیو  نه صابون ، عطر ، شربتونه او دواګانې هم جوړیږي .ما په هند کې لیدلي دي چې دهمدرد  په درملتونو نوکې یې شربتونه خر څیږي او دصندل شربت ورته وایي. ویل کیږي چې دچندڼو دونې نه چې کومه دوا یي جوړیږي هغه داعصابو لپاره ډیره ښه وي اواعصاب آرامه کوي.دمخ دپوستکي دښکلا  لپاره هم د چندڼو غوړي کارول کیږي  .همداراز لال چندڼ یا سره چندڼ دهندوانو دهولي په جشن کې  هم په رنګونو کې کارول کیږي . دچندڼو دلرګي نه ربابونه هم جوړیږي .
دچندڼو دونې په اړوند ویل کیږي چې دمارانو دغه ونه ډیره خوښه ده او تل ددې ونې ته ورځي اوورنه تاویږي او په هندي طب کې ددې لرګي دبرادې یاپودړویا چوره  نه دمار چییچلي ټپونو علاج هم  کیږي .
دچندڼو دونې په اړوند زموږ دپښتو ډیرو شاعرانو شعرونه هم ویلي دي چې زه به ددغو پښتو شاعرانو خینې  بیتونه چې دچندڼو به اړه یې ویلي دي  ستاسو سره شریک کړم :
رحمان بابا وایي : 
که مونده شي خوش خویي په خوشبویي 
پروت به نه و په چندڼ باندې ښامار 
 ««««««
چې داهسې لاس په لاس دنيا پريښودی
که چوره چندڼ په ځان پورې مښودی
                                                ««««««
چى په سپينو اننگو دې زلفې زانگي
ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه
خوشال بابا بیا وايی :
کښینه په انګړ کې مخامخ چې درته ګورم 
تورلونګین دواړه چندڼ هار په سینه ټال کړه
دکندهار صوفي  شاعر ملا محمد حسن اخوند بیا وایي : 
چي چندڼ لره ورځي خپل سر به بايلي
د افعي مارانو ځای دچندڼ سيوری
دخوشال بابا ورور فقیر جمیل بیګ دکاکا صاحب ( شیخ رحمکار په قبر کې دښخولو په وخت کې  دابیت ویلی و او دی یې چندڼ بللی ونو ځکه وایی:
په بوي دې ټول عالم خوشبوی شو
اصلي چندڼه په تا پريوتل ګردونه
پیر محمد کاروان  دچندڼو په اړه داسې وايي : 
چې له هنده یې وږمې دچندڼ راوړې 
د پښتون دطوطي ما ت هغه وزر دی 
په پښتو لنديو ( ټپو ) کې هم دچندڼویادونه شوې ده .دلته تاسوته دبیلګې په ډول یوه ټپه راوړم چې وایي :
زلفې دې بیا په مخ خورې کړې 
لکه ښامار چې له چندڼ تاو شوی وینه
پښتوسندرغاړو هم په خپلو سندرو کې دچندڼویادونه کړې ده لکه چې وايی: 
لیلا لښته ده 
لښته دچندڼو لیلا لښته ده 
(یاد)
https://www.youtube.com/watch?v=0Tki_79VZ7M


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso