Bakht Zada Danish Pukhto Ghazal 2022.
غزل
ما په اوبو کې خپل تقدير جوړوه جوړ مې نه کړو
ستا له اواز نه مې تصوير جوړوه جوړ مې نه کړو
په زړو سترګو مې دروکتل خو ياد مې نه شوې
له زړو خښتو مې تعمير جوړوه جوړ مې نه کړو
خلکو به ويل چې ليونى يې خو ما فکر وکړو
خپلو پښو ته مې زنځير جوړوه جوړ مې نه کړو
چې شوم ناکام نو سنجيده شومه د ژوند لپاره
دخوب نه مخکې مې تعبير جوړوه جوړ مې نکړو
دانشه! ښه دى چې دنيا شوله خبره په ما
ستا له سندرو نه مې وير جوړوه جوړ مې نه کړو
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.