Its Pashto Times
ماته وائې چې ځه جنت ته ځو
ستا جنت ستا د لوږې ارمان دې
ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک
ستا جنت نيم پيرس نيم طهران دې
ستا جنت کښې درياب د شوروا روان
پېمانې د فيرنۍ نه برپورې دي
ستا جنت کښې جنون او تالاش نشته
ستا جنت کښې څربې څربې حورې دى
ستا جنت کښې نه سوز نه ارمان شته دې
غټې خېټې لمدې سپورې شونډې دي
/
غنى خان
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.