Khushal baba
يار مې بيا د رقيب يار شو دريغه، دریغه
په خبرو د اغيار شو دريغه، دریغه
يو څو ورځې يې په زړه کې مهر ځای و
بيا بې مهره، ستمګار شو دريغه، دریغه
هغه ګل چې مې ساته د زړه په وينو
مل د هر خس و هر خار شو دريغه، دریغه
و قصدمنو ته کاته زما په قصد کا
د وژو مې روادار شو دريغه، دریغه
بې له تا مې د ځيګر وينې خوراک شوې
تېر مې عمر په دا کار شو دريغه، دریغه
بېچاره خوشحال په طمع د وصال و
په هجران کې ګرفتار شو دريغه، دریغه
خوشحال خان خټک
خوشحال بابا
کليات مخ :- ۱۸۰
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.