Pashto jokes
د ايوب خلاف پنډي کښي د اپوزشن اتحاد جلسه وه ـ پکښي د نظام اسلام ګوند يو بنګالى مشر مولوى فريد احمد يوه ټوقه اوکړه ـ ويل يو ځل يو کس مړ شو ـ نو په قبر کښي چي پريښتو ورسره سوال جواب شورو کړو ـ چي رب دي څوک دي ـ مړى جواب ورکړو ايوب خان ـ بيا تي پوښتنه اوشوه رسول دي څوک دي ويل جنرل موسٸ ( د هغه وخت د ويسټ پاکستان ګورنر) پوښتنه تي اوشوه په کوم کتاب دي ايمان راوړي دي ـ جواب ورکړي شو ـ فرندز ناټ ماسټرز (د ايوب خان بايو ګرافى ) پريښتو يو بل ته اوکتل چي دا لا پکښي کومه کيسه ده ـ د سپيشل کيس په توګه ٸي حداٸ پاک ته وړاندي کړو ـ هغه مړى بيا سم جوابونه ورکړل ـ پريښتو اوپوښتلو چي دا مخکي دي ولي اوتي بوتي واٸيل ـ هغه مړى ويل زه اويريدم ګنى انټليجنس واله دى ـ پدي ملک انټليجنس داسي دهشت ښور کړيدي چي د مرګ نه پس هم بنده تري ويريږى ـ
هسي مي نن فکر کولو چي د منظور د برکته اوس خلق په هوش و حواس کښي سمي خبري کولي شى ـ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.