Skip to main content

Zama Qatil by Maulana Khanzeb Bajaur. Pashto Blog

Zama Qatil By Maulana Khanzeb Bajawar. Justice For Qari Ilyas And Bajaur Khaar Sit In.

Qari Ilyas Of Bajour.

Shaheed Qari Ilyas Of Bajaur

قاری الیاس باجوړ

زما قاتل په رڼا ورځ لکه پېرۍ غېب شي

ماته د قام په واکدارانو کښې څه چل ښکاري 

Father of Qari Ilyas in PTM Bajaur Sit In. The saddening Picture of a father.

بدامني ړندې وژنې چاؤدنې د کم ګوند ستونزه نه !  بلکې د پښتنو د وطن قامي مسئله ده که په ېو شکل کښې ختمېږي نو په بل شکل کښې بېا سر روچتوي ځکه چې دلته  ټوله اډانه په امن نه! په جنګي اقتصاد ولاړه ده  .

پدې ېو انځور کښې دا دوه رونړه دي دواړه ديني عالمان وو ېو دوه کاله وړاندې او ېو نن د باجوړ په پلازمېنه ،ښار ، کښې په هر لور تاؤ د ساتنې په دنګو قلاګانو او مورچو په وړاندې په ړنده وژنه اووژل شو او وژونکي روغ رموټ لکه د پيريانو په رڼا ورځ ورک شو .

دا بل انځور د هغه بې وسه شډل بډل غیرتي پښتون پلار دې چې د دوه ځامنو په مرګ ئې ملا ماته شوه سوچ کوي خو فکر ئې پې نه رسي چې ځامن می کمی بلا په کمه ګناه مات کړل ؟ 



بل انځور کښې خلک  دلته د هغه ځائې مخې ته په غبرګون کښې ناست دي چې اولس پې ډاډه دې چې دا دنګ دنګ ديوالونه او د دې دننه خلک زمونږ ساتنه کوي خو دا لوېه تېروتنه ده ځکه چې دا جګړه د کم ډي پي او او وړوکي کمانډر په لاس کښې نه ده 

 دا خلک په جذباتو کښې راغونډ دي څه وخت پورې به احتجاج اوکي او بېا به خواره شي کله چې بل پښتون اووژل شي نو بېا به راغونډ شي او خواره به شي دا ځکه چې تر څو د رنځ بونسټ اونه ووځي هغه جوثه کله هم نه رغېږي تر څو چې ددې وطن هر مولا مفتي تبليغي قاري سوداګر سياستدان دې روان وژنو ته په ېو خوله فساد اونه وائي ځان تې راغونډ نه کړي کمه منظمه قامي تګ لاره د امن راوستو جوړه نشي دا خبرې ختمې نشي چې دا قام پرست دې ځکه اووژل شو دا جاسوس دې ځکه اووژل شو نو دلته کله هم امن نشي راتلې بلکې د څلور لسيزو نه روان فساد په ټولنه کښې دومره دشمنې کينې تربګنې شکونه جوړ کړي چې سل کاله به پښتانه ېو بل د انتقام او بدل اخيستو په نوم هم وژني  



#JusticeForQariIlyas


مولانا خانزېب

Pashto Times

What Happened To Qari Ilyass in Bajaur? Pashto Blog about PTM Bajawar Sit In. Maulana Khanzeb Articles and Blogs In Pashto


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso