Baran, Pukhto Tappay Aw Sherona
Baran Pashto Poetry, Folk Song Tappay.
په ما باران په يار می واورې
يخ اسويلی راته په باد کښی راليږينه
باران وريږي شال په سر که
پيريان مي نیسي چي لمــده دي ووينمه
لاليه شړق باران ورېږي
په ته دې اوري په مه ونيسه لاسونه
باران دی زمکي ابادي ده
شيرينه ياره زه په ته اباده يمه
بارانه ورو ورو پرې ورېږه
وړې وړې جینکۍ غره ته تللي دینه
پاس پــه کابــل واورې وریــــږي
په ښکلي سوات یې رانیولي بارانونه
په کابل سپيني واوري وشوي
يخه هوا يي پختونخوا باندې راځينه
باران دي وي سيلئ دي نه وي
سيلئ ناترسه ورانوي کچه کورونه
پاس پــه کابــل واورې وریــــږي
ساړه نيولي نازولي صورتونه
زما راستي دې ليونۍ کړه
چې سپينې واورې اورېدې در ووتمه
باران وریږی ته رانغلې🌸
زه د بلۍ لاندې لمده ولاړه یمه🥀
Pashto Attitude Girls Songs And Attitude Shayeri 2022.
ستا ده دیدن باران دې اوشې
که زمکه ډنډ شوه په بلۍ به ګډه شمه
باران دى لس ورځى وريږى☔️
نه مى غنم شته نه د يار ديدن له ځمه ☔️
پورتۀ پۀ غرؤ د باران زؤر دی
ښکتۀ لمدۀ شؤل د لؤنګؤ درمندؤنۀ
ته په توده بړستن کې پروت يې
په ما د ژمې پرخې لارې جوړوينه
#ټپه #فلکور
Baran Pashto Tappay. 2022 Pashto Tappay Aw Baran Poetry.
که په شيبو شيبو باران وې
زما په خپل جانان باور دے را به شينه
په کابل سپینې واورې اورې
په ما وریږي د شیرین جانان یادونه
ستا د وصال باران دې وشې
خیر دے که زه په خټو لوند کور ته راځمه
باران وريږي تمبوان ډک شوه.
کډوالی جونی د وطن ارمان کوينه
لاليه سخت ساړه مـــې کيږي
غــيږه بړستن کړه ما در پټه کــړه مئینه
په وطن سپینې واورې وشوې
شوله پخه کړۀ، ما در وغواړۀ مئینه
باران دې هر مُدام واریږي
واوره دې نه ووري چې لارې بنداوینه ♥
باران وریږي غولی ډنډ شو
جینۍ پینڅې پورته کوي جانان له ځینه
په اننګو يې باران اوری
لکه تنکۍ ميوه د څاڅکو پټه وينه
🌨️
په بارانه کښې دا کمال وي
له ياده تللي خلک بيا در يادوينه۔۔
خالق مو څومره مهربان دی
لایق د کاڼو یو باران را وروینه
د محبت باران دي اوشي
چي له دے تورو زړونو يوسی نفرتونه
لمده خیشته ګودر نه راغله
لکه بلبله چې باران وهلې وینه
باران دي لس ورځې وريږي
نه مې جانان شته نه د يار کوڅي ته ځمه
په بارانه کښې دا کمال وي۔
له یاده تللي خلک بیا در یادوینه
په اشاره باندي مي پوي کړه
باران وریږي غګ دي نه راځي میینه
باران وریږی غولې ډنډ شو
قدم زما په قدم ګده راځه دننه
باران وريږي بلئ څاڅي
د مسافرو به ياديږي خپل کورونه
Tappa Aw Baran. Pashto Poetry. Baran Pashto Poetry 2022.
" زۀ پـه بـــاران کښــــې درلـــــــــه راغلـــــم
ته مې په شین اسمان کښې نۀ کوې پوښتنه "
ستا د خوږو خوږو یادونو باران
سم د ماښامه په ناتار وريږي
صاحب_شاه_صابر
د چا يادونه به مې مړکړي پیره
سمه يخني ده او باران وريږي
د باران نه پس موسم یمه جانانه
چې ته سم یې نو زه سم یمه جانانه
باران
تا پوښتلى وم چي څومره درته ګران یم ؟
اوس نو واخله د باران څاڅکي حساب که
باران
په بارانه کى راته ډير ياديګى
کلے وطن او ده يارانو قيصے
ډېر ورته جانانه خوشحالېږه مه
څاڅکي د باران چرته سېلاب نه شي
Baran Pashto Poetry 2022. New Pashto Baran Sherona.
ما سره خوا ته په غريب سړي کوټه راساسي
زما په فصل که باران کيږي نو نه دي کيږي
د شونډو جنګ راسره وکه
د سترګو جنګ درنه ګټم سپين سترګې يمه
په سپینه ګیره دې دا خال دې
تا به په توره ګیره څه څه کړي وینه
#ټپه #مصرۍ #لنډۍ #پښتوادب #فولکور
پرېږدﺉ چې سمه ترې نه تاوشم
مسافرۍ ته لالې ځي ارمان به کړینه
Pashto Tappay 2022.
New Pashto Sherona 2022
ماله تري خپله برخه راکه
تا به د صبر خزانې موندلي وينه
#ټپه
Keywords For This Pashto Tappay Blog.
Pashto Tappa, Pashto Lyrics of Haroon Bacha Tappy, New Pashto Tappay about Judai, Pashto tapy about Akhtar or Eid. Roja pa Pukhto Tapo ki. Pukhto tapa aw Kabul. Bacha Khan In Pashto Tapa. Pashto Folk Tappay. Rohi Tappay. Ghazal Zaar. Pukhto Matalona. Sabar Pashto Lyrics, 2022 Pashto Tappay, Written Pashto Tapay, images of Pashto Tapay. Pashto tapa with Images. Halak in Tapay. Lyrics of Pashto Folk Songs. Pashto Folk Songs and History. Poetry for Bacha Khan Baba.
New Pashto Tapay And Pashto Sherona.
Pashto Times. Pashto Tapay 2022. Pashto Tapay 2023. New Pashto Songs 2022. Pashto Songs Lyrics 2022. Pashto Folk Songs. Pashto Tapa, Pashto Sherona 2022, Pashto New Sherona, Pashto SMS, Pashto Sex, Pashto Best Sherona. Pukhto Ghazal 2022.
Pashto Tappy Lyrics. Pashto Tapay Lyrics. Pashto Tapay Lyrics 2022. Tapay In Text. Pashto Tappy Lyrics In Text. Pashto Written Tapay Lyrics.
Tag Lines for This Blog. Pashto Tappay, New Pashto Tappy 2022. Pashto Tapa and its types. Folk Pashto Songs Lyrics Or Tapay. Tapay Lyrics 2022
Pashto Blogs. Pashto Tappay And Blogs. Pashto Times and Pashto Songs. پشتو ٹپے
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.