Chitral, People Of Chitral, Melmastia and Tour.
By Abdul Wahid Esapzai.
چترال ته په چکر تلي وم د مري مقابله کي 🍴
زموږ يو ملګري ايوب خان ډير پخوا نه د مارغانو ښار له هر کال به چترال ته تلو. يو ځل ماته اويل راځه موږ سره به چکر اولګوي.
زما هم زړه راوچت شو چي چترال اوينم.
ايوب خان خپل ښکاريانو ډله تياره کړه او زما سره تقریباً دولس کسان شو.
يو فلائنګ کوچ يې بک کړو او موږ ټول پکي روان شو.
زيدې نه په شاه منصور غاړه روان شو صوابۍ او مردان ملاکنډ باندي واوړيدلو. ملاکنډ غر ختلو نه واړندي مو ورته چائ اوڅښکله او بټ خيلي بازار کي هم لږ چکر اولګو ډير لوي بازار وو.
ماښام له دير ته اورسيدو هلته بيا لواري ټاپ نه واړندي موږ دير کي شپه اوکړه او سهار بيا لوارى ټاپ ته اوختلو. ګرميانو موسم وو خو هلته ډير يخ موسم وو.
لواري ټاپ کي راباندې باران راغلو خو ډرائيور ډير په هنر ګاډي راکوز کړو.
لوګي هغستي وو يخ موسم او باران وهلي وو په خوراک د پاره هوټل وردننه شو نو هغه هوټل والا په ډوډو پخولو ستړي شو خو موږ ماړه نه شو.
هلته نه راروان شو د چترال نه تقریباً لس کلوميټر مخکي دروش ته راغلو موږ ته ګاډي خراب شو هلته نه ايوب خان لاړو چترال نه يې مستري راوستلو او ګاډي موږ ته سم کړو خو په موږ ماسخوتن شو.
هغه مستري 150 روپۍ خپله مزدوري واغوسته چي موږ ورته حيران شو
بيا هغه مستري تپوس اوکړو تاسو به اوس چرته ځئ. موږ ورته وئيل زموږ مزل خو چترال نه 75 کلومیٹر لري بُنی ښار دي خو ځان شپلي له چترال ته رسول غواړو
که موږ شو او که هغه مستري خو هغه وئيل چي سوال نه پيدا کيږي تاسو هوټل ته لاړ شئ.
اوچ په زور يې موږ دو
لس کسان خپل کور ته بوتلو ځکه چي د هغه کور دروش کي وو
ماسخوتن باندى کورني چرګان هلال کړل او موږ له يې ښه مسته ډوډۍ پروګرام اوکړو
ايوب خان ماته وائي چي اوس د سره به څه کاؤ 150 روپۍ مزدوري واغستله او د زرو روپو خوراک يې موږ ته تيار کړو.
بيا سهار چترالۍ ناشته تياره کړه چي کله موږ تې روانيدلو نو ايوب خان ورله په زور پيسې جيب کي کيخودلي نو سړي خپه شو او هغه يې د جيب نه اوغرځولوي او وئيل هغه زما مزدوري وه دا زموږ د چتراليانو دود دستور دي
دا واقعه زما نه نه هيريږي د نرتوب او ميلمه پالنه د چتراليانو او بل خوا مري 😭
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.