Hala Yaar Ta War Nezdy Shoom, Ghani Khan Poem Lyrics
Singer Sardar Ali Takkar
هله يار ورته نزدي شوم
چي د يار شومه لري
هله ئي پوي شوم په خبرو
چي يي نه اورمه خبري
چي ملنګ شومه جانانه
خزانه مي ومونتله
په زړګي کښي مي پرتي وى
ښکلي ښکلي ملغلري
چي مي ګل بوستان قربان که
نو د ګل بوستان مالک شوم
چل مي هله د پر زده کړو
چي مي وسولي وزري
چي په جام کښي د ساقي مي
د ځواني وينه کړه کډه
هله پورته شو محفل کښي
د خمار خمار بڅري
چي په شوق او مستي مي
دوړه سترګي ورلوګي کړي
هله هله راته او کړي
د ساقي سترګو خبري
چي پري مسته ځواني داٶ کړي
چي پري ښکلي سر کړي خاوري
د هغوى دى ليونيه
د جانان شونډي شکري
Ghan Khan Baba Ghazal. Pashto Times Pashto Poetry By Ghani Khan baba.
Pukhto Nazam. Hala Yaar Ta War Nezdy Shoom, Ghani Khan Poem Lyrics.
Ghani khan Book Latoon Pashto Poems. Sardar Ali Takkar Pashto Song Lyrics.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.