Pukhto Matalona. Pashto Maxim Or Proverb. Matalona
#دسوات_ځانګړي_متلونه
.
د سوات ژرندې د بونېر کندې
لکه ډول چې د سمبټ کونې ته غږېږي
لکه سين چې چاليار ته اړم دې
ګاشکوړه د پيزارو په خوند دې پوهه نه کړو
د سوات غنم پاخۀ شو او يو په طرف کاږۀ شو
د شموزو به څۀ دېولۍ وي
سواتے زوړ شۀ خو په وريژو موړ نۀ شۀ
فلانے د سلام پور ميا دے غرمې ته توديږي
د پښو په ليکه مه شه , بره بانډی هئی ده
د چارباغ په وظيفو کښې شوملې نۀ وي
فلانکے د درشخېلې غورا دے , لرې وينی نېزدې نۀ وينی
د کالاکوټ د چرګانو لکۍ کږې وي
تياره شانګواټۍ ده برګې پرې سورول غواړي
د سوات هر څۀ بې لارې دي , خو اوبه يې په لار دي
تور دې کم ځائے ده , وئی په کاټېلۍ کښې
ماڼپيتۍ د مېلمنو قوتۍ ده , يو مېلمه پروس کال راغلےؤ يو سخ کال راغے
شونټۍ وشوه که ونۀشوه , خر خو شاګرام وليد
فلانکي د لالکو مياګان دي , يو بل ته پاچا وئي
که د سوات يې نو ډک د فسات يې
کابليان کلونه شماري , اپريدي , مياشتې او سواتيان ورځې شماري..
.
فیصل فاران
#امداد
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.