Skip to main content

Hamza Baba. Amir Hamza Shinwari Pashto Best Ghazal, Pashto Sherona 2022

 Hamza Baba. Amir Hamza Shinwari Pashto Best Ghazal, Pashto Sherona. 2022 & 2023

Pashto Sherona By Hamza Baba.


غزل _ امير حمزه شينواری


د ښايست يې سپين مخ ځنې اثر لاړ

ګويا ورځ په تېرېدو شوله چې نمر لاړ


زۀ ګهړۍ ساعت له ياره جدا نه يم

خدای زده کله راغې کله نامه بر لاړ


خفه شوي رقيبان سره پخلا شول

د ورتلو مې د يار درته چې خبر لاړ


څه خندا وه چې غصه يې ښائسته کړه

ګويا اوخندل په شپه باندې سحر لاړ


د ښايست په جال کښې ګېر دی يار پخپله

کله شي چې د چمن ځنې نښتر لاړ


سادګي د يار مې ګوره راته وايي

په محفل کښې دې چې چا وته نظر لاړ


عشقه تا مې د زړه سترګې کړې روښانه

ستا له سَره دې وي زار که مې بصر لاړ


سرمايه مې چې د ژوند ورکړه اشنا ته

رهزنان د اجل نه راځي خطر لاړ


زۀ به دلته په صحرا کښې ګلزار جوړ کړم

که چمن ته په الوت کښې مې وزر لاړ


حمزه هله سَر په سېر د عاشقۍ شوې

چې په دې لار کښې دې ډک له عقله سر لاړ


ارواښاد حمزه شينواری بابا



Hamza Baba. Amir Hamza Shinwari Pashto Best Ghazal, Pashto Sherona. 2022 & 2023

Pashto Sherona By Hamza Baba. Pashto Times Pashto Poetry 2022.

Pashto Times Pashto Sherona, Pashto Ghazal.

Comments