Skip to main content

Summary Of Imran Khan Political Journey And Conclusion.

 Summary Of Imran Khan Political Journey And Conclusion.

By Ameer Khan Yousafzai


د عمران خان ۲۵ کلونو سیاسي مزل ته لنډه کتنه .

یو وخت وو چې د مشرف د رژیم په خلاف به عمران ویل که چرې ۲۵ زره خلګ د دې فوځ په خلاف راوتلو نو د دوي نه به په پرتوګونو کې متیازې وبهیږي . بیا داسې وخت راغی چې عمران خپله محسوسه کړله چې بې د فوج د چاپلوسئ ، بوټ پاکئ او د ګوډاګي توب هیڅکله هم په پاکستان کې د اقتدار چوکۍ نه شې تر لاسه کولې .


عمران لاړو او د فوج په در کې د یو خیراتي چاپلوس پریوتلو ، او د فوج هر ظلم جبر ته یې د حب الوطنۍ نوم ورکړو ، او هغه څوک چې د فوج سیاسي مخالف وو هغوي یې غداران او د هندوانو ایجنټان وبلل .په پښتونخوا کې یې د فوج په مرسته د غیر سیاسي او بد اخلاقو لښکر تیار کړو دا چې د پښتنو سپیځلو مشرانو شملې پرې بې حرمته او بې عزته کړي .

ډالرې د امریکې نه کیاني او راحیل شریف خوړلې او کنځلې او الزامونه یې د پښتنو مشرانو په سر تپل ،. 


آخر عمران په دغه چاپلوسئ کې د تش اقتدار په نامه خو چوکۍ ته ورسیدلو خو ولې د رژیم ریمورټ کنټرول یې د فوج لاس کې وو ، او یو داسې هایبرډ رژیم یې په لومړي ځل جوړ کړو چې نه عمران ته د هغې منزل مالوم وو او نه یې نورو غیر سیاسي او ناهله ملګرو ته .

د عمران او د فوج ددغې مشترکه هایبرډ رژیم تر سېوري لاندې په پښتونخوا کې بنیاد پرستۍ او ټالیبانایزیشن ته دومره وده ورکړې شوه چې نن ترې فیل جوړ دی .

د راؤ انوار غوندې قاتلانو ته یې د فوج په مرسته حفاظت ورکړو او څوک چې د راؤ انوار په خلاف راوتل هغوي جیلونو ته واچول او د غدارانو ټاپئ یې پرې ولګولې .


د ترهګرۍ او بد امنۍ په خلاف راوتي ارمان لوڼی او عارف وزیر یې په بې رحمانه ډول ووژل ، د عوامي نیشنل ګوند پښتانه ملتپاله ملګري یې په خپلو حجرو کې ووژل .

د صوابۍ د شعیب خان لالا وینه به مدام د دغه رژیم په مرۍ پرته وي .


هم دا رژیم وو چې د دې د سېوری لاندې په پښتنو تور سرو پسې فوج کورنو ته وننوتلو او کله چې د هغوي فریاد علی وزیر او محسن داوړ پارلیمان ته راوړل نو په هغوي یې علی مد خان او مرادی لکه د سپیو پریښودل . 

د فوج لپاره یې د پښتنو انډسټری برباده کړله ، او د هغوي د هرې ناجایزې یې نه صرف دفاع ورکله بلکې پوره پوره ملګرتیا یې ورسره هم کوله .


العرض! داسې یو بد کردار او جرم نشته چې عمراني رژیم د فوج لپاره نه دی ترسره کړی خو بیا هم فوج ته د هغه وفاداری قبوله نه وه او خپل مخالفه  سیاسي ګوندونه یې پسې راټول کړل چې دغه رژیم چپه کړي .

د عمران د دومره وفادارو باوجود د هغه د ۲۵ کلونو سیاسی سفر ختمولو کې د نورو ګوندونو لپاره عبرت دی .

که چرې دوي ترې عبرت حاصل نه کړو نو نن په عمران ده او سبا به په دوي وي 


Pashto Times Pashto Blogs, Pashto Info, Pashto History, Pashto SMS, Pashto Poetry, Pashto Tappay, Pashto Learning By Pashto Reading.

English To Pashto In USA. Learn Pashto To English USA. Learn Pashto Reading Online In United States.



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso