Why Sri Lanka Is In Trouble? Economic Crisis In Sri Lanka.
Economic Crisis In Sri Lanka. Reasons
By Siraj Ul Haq Hashim.
د سريلانکا اقتصاد له بشپړ مفلس کېدو سره مخ دی، بلکه ټول سيستم د سقوط له ګواښ سره مخ دی، د خوراکي توکيو بيې په بېساري ډول مخ په لوړېدو دي، بازار کې د سون مواد نه پيدا کيږي، قهرجن ولس په شديدو مظاهرو لاس پورې کړی، له ولسمشر او وزير اعظم پرته چې بېرته د ولسمشر ورور دی، نورو ټولو وزيرانو په ټوليز ډول استعفا ورکړې، د نورو لاملونو تر څنګ د دغه اقتصادي ناورين يو مهم او ښکاره لامل د چين زبېښونکي قرضونه دي، چې اوس سريلانکا د دغو قرضونو له ادا کولو عاجزه ده...
سريلانکا دغه قرضونه د تېرې لسيزې له پيله تر ۲۰۱۵ کاله پورې له چين څخه اخيستي دي، په ۲۰۱۷ کال کې سريلانکا ونه توانېده چې د چين د ۱.۴ مليارده ډالرو قرض خلاص کړي، نو خپله يوه مهمه بندرګاه يې يو چينايي شرکت ته د ۹۹ نهه نوي کلونو په کرايه ورکړه، په بل عبارت: له خپلې بندرګاه ورتېره شوه، طبعا سريلانکا لومړنی هيواد نه دی چې د چينايي قرضونو او پانګونو په لومه کې نښلي، او خپلې بندرګاوې، هوايي ميدانونه يا نور ارزښتمن منابع له لاسه ورکوي.
لنډه دا چې کوم زبېښونکی ښامار ډوله اقتصاد چې چين لري، په نړۍ کې ساری نلري.
نن زمونږ يو مشهور طناز ليکوال هم په دې تړاو يوه ارزښتمنه توصیه کړې، عمل به پرې بې ګټې نه وي
Why Sri Lanka Is In Trouble? Economic Crisis In Sri Lanka.
Economic Crisis In Sri Lanka. Reasons. Pashto Times Pashto Info Pashto Blog, Pashto Article.
By Siraj Ul Haq Hashim.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.