Abbas Stanakzai Raise Voice For Rights Of Afghan Women.
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي د خپلو ډلګرو یوې لوی غونډې ته وویل، له خلکو سره زور زیاتی مه کوئ، د ډانګ په زرو به لږ وخت خلک رام کړئ خو که مو لرګی له لاسه ولوېد بیا مو څوک خبره نه مني.
هغه وروستیو حالاتو ته په اشاره وویل د ښځې او نر یو ډول قدر وکړئ، د عمر رض خلافت کې ښځه ښارواله وه، چارو کې ونډه ورکول کېده
هغه له دې امله هم په اوسنیو واکمنو سختې نیوکې وکړې چې ښځو ته یې د تعلیم حق نه دی ورکړی
دا لومړنی طالب چارواکی دی چې د ښځو د حقونو او زده کړو په اړه بربنډ غږیږي، داسې مهال چې پر دغه واکمنې ډلې د سختدریځو تګلارو د پلې کولو له امله نیوکې په کور دننه او بهر ډیریږي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.