Skip to main content

Russia Ukraine War And American Interests. Pashto Blog

Russia Ukraine War And American Interests. Pashto Blog

By Adv Hamayun Kaasai.


د روس يوکراين جنګ امریکا ته ګټې


د روس او يوکراين د جنګ امریکا ته ډېرې ګټې دي، خو لويه ګټه يې دا ده چې د نېټو ارزښت بيرته زيات شو، اوس د يورپ هغه ملکونه هم د نېټو برخه جوړېدل غواړي، کومو چې د نړيوال جنګ پس پرېکړې کړې وه، چې په ساړه جنګ کې به بې پلوه پاته کېږي. فينلېنډ او سويډن هغه ملکونه دي چې وايي موږ بايد اوس د نېټو برخه جوړ شو، کنې کوم څه چې له يوکراين سره و شو، هغه روس له دوى سره هم کولى شي.

ټول يورپ کوم چې له امریکا څخه بېزاري څرګندوله، او نېټو يې پر ځانونو بار ګڼلى، هغه اوس بيرته نېټو ته محتاجه شول.

څلوېښت ملکونه د روس او يوکراين د جنګ پس سره کشېنلستي او پرېکړه يې کړې، چې نېټو بايد نوره پراخه او پياوړې کړل شي.

دا يوازې د روس پر زيد نه بلکې له دې پس د چين پر زيد به هم مهم کردار ادا کوي.

د روس ګمان وو، چې دوى به په هفته دوو، کشې يوکراين په ګونډو کړي، او خپل قوت به ښکاره کړي، خو دوې مياشتې پس او د يوکراين لويه برخه کنډوالې کولو باوجود نه يوکراين په ګوډو شو او نه روس پر دا و توانېدلى چې خپل شرایط ورباندې و مني.

بلکې روس په دا نتیجه و رسېدى، چې ټول يوکراين نيول امکان نه لري، نو ځکه يې ځان يوازې شرقي يوکراين سيمو ته محدوده کړى.

نېټو اوس وايي چې دا جنګ لس پنځلس کاله ته اوږدېدلى شي، دوى به وسله او مالي مرسته له يوکراين سره کوي او يوکراينيان به جنګېږي.

ګوا روس د اوږدې مودې له پاره شکېل کړل شو، او هغه هم له ګاونډي ورور ملک سره، کوم چې تر دېرش کاله پخوا د روس برخه وو.

ګوا هغه چم ورسره و شو چې لاس مات شي نو خپلې غاړې ته لوېږي.

بله خوا ټول يورپ کشې دا جنګ يره و خوروله ،که دوى سره متحد نه شي او دفاعي او معاشي مرسته يو له بل سره و نه کړي، نو د روس له خوا هر يوه ته خطر کېدلى شي.

دغه يرې بيرته د نېټو اهمیت يعنې ارزښت يو ځل بيرته زيات کړى.

امريکا دا ګټه و کړه، چې د دغه يرې له لارې يې خپل قوت زيات کړى او ملکونه د ده جوړ کړي اتحاد ته لېواله شو.

دغه لېوالتیا او اتحاد به امریکا د چين پر زيد هم کاروي،او چين مخه به نيسي.

د امریکا روس او چين تر منځ بنيادي توپېر هم دغه دى، چې روس او چين يوازې مېدان ګټل غواړي، خو امریکا تل د اتحادونو له لارې د بل پر وږو ټوپک ږدي او خپلې سامراجي موخه ترسره کوي. هغه که بيا له آسترالیا سره د آکس جوړول وي او که له هيند آسترالیا او جاپان سره په شريکه کواډ او لا د تاريخ تر ټولو ستر او کاميابه اتحاد نېټو.

اوس که روس د يوکراين جنګ و ګټي، هم خو چې کمې سياسي او ستراتیژیک ګټې له دغه جنګ څخه امریکا کړي دي، د هغو بله بېلګه نه شته.

هغه ځکه چې روس د يوکراين د تلخې تجربې پس پر نورو ګاونډيانو د بريد تېروتنه نه شي کولى او فينلېنډ او سويډن په ښکاره توګه د نېټو په غېږ کشې په لوېدو دي، او فينلېنډ خو باقاعده اعلان کړى، چې په څو ورځو کشې به د نېټو د ممبرشپ درخواست په باقاعده توګه جمع کوي.



Russia Ukraine War And American Interests. Pashto Blog. Russian War In Ukraine Explained In Pashto. American Interests In Ukraine War Explained In Pashto. Pashto Times.

By Adv Hamayun Kaasai.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso