Skip to main content

Utmankhel Pashtun Tribes And War Of Prang Ghaar. History Info

Utmankhel Pashtun Tribes And War Of Prang Ghaar. History Info



دَ پړانګ غار غزا او دَ اُتمانخېل ننګيالى 


هر کله چه دَ فرنګېانو فوج په تنګې باندے کېمپ او لګاوه..نو اُتمانخېلو په مشهور مرکزی کلی پړانګ غار ئے دَ حملے کولو اراده اوکړه .. داکلے دَ غاړے دَ اُتمانخېلو په قبلئيزه حصه کښے په داسے برېد دے ېعنے دَ اتمانخېلو دَ غرونو په جنوبی لمنو کښے دَ هشنغر علاقے ته سېلمه او دَ اوتمانخېلو دَ امبار اُتمانخېل او دَ پنډېالئ مهمندو ته نزدے دے..دَ دے ځائے دَ وهلونه دَ فرنګې غرض په اَواره او دَ غره په لمنو کښے اَبادو اُتمانخېلو طاقت ختم کول وو..په پړانګ غار چه فرنګي کومه حمله کړے وه دَ دے په هقله په تارېخ صولت افغانی کښے لېکې .....:.

" تنګې ته دَ انګرېزانو برېګېډ فوج دَ وړاندے

نه راغلے وو..پنځه زره فوج ئے نور راجمع کړ. دٙدوئ

په مقابله کښے دَ اوتمانخېل ڼګېالی وو..ورسره دَ

هغوې په اِمداد کښے دَ روانی (راونړی) قوم خلق وو

او څه دَ سېد اکبر بادشاه صاحب دَ لښکر غازېان وو..چه

مخکښے دَ ارباب اجون خان خلېل او ارباب سردار خان خلېل

امداد له په چارسده باندے دَ حملے کولو په موقع دلته راغلی وو

لا دلته پاتے وو..او دَ پړانګ غار غزا له هم اُتمانخېلو دَ امداد دَپاره

راغلی وودغه ټول په شمار باندے درے زره ۳۰۰۰ وو"


په مئ ۱۸۵۲کښے انګرېزانو دَ کرنل سرکولن کحچبل المعروف په لارډ کلائېډ په کمان کښے حمله اوکړه ..دَ فرنګي فوځ دَ ګنډيری او بازې کلې نومے کلو په منځ کښے په مېره باندے دَ تنګی کلې نه شمال طرف ته حمله اوکړله ..دَ غره په لمن (کوهدامن)کښے اُتمانخېل قوم په مشهور کلې پړانګ غار ئے چپاوُ اوکړ..څو ودځے پر له پسے جنګ اوشه .. دَ فرنګی فوځ په کلی ورغے وران ئے کړ..نور دَ غره درو ته دَ ڼوتلو تاب ئے نه لېدو واپس شه ..په ابازے نومی کلی ورغلل داکلے دَ درېائے پنجکوړه په غاړه دَ مهمند اودَ اوتمانخېل برېد او دَ هشنغر په بره سر دے..دلته ئے قلا جوړه کړه . چه دَ اوتمانخېلو ا و مهمندو دَ حملونه دَ هشنغر د علاقے حفاظت اوکړلے ش لکه چه مخکښے ورته اشاره شوے ده کښے ده (روانی) قبېلے خلق په دغه ورځو کښے په ګنډهېری کلی باندے پراته وو..دَ فرنګی فوځ چه دَ پړانګ غار دَ جنګ نه رآوګر ځېد په ګنډېری ئے حمله اوکړه او کلے ئے وران کړله ..او دئے قام مشران ئے اونېول لږے ورځے پس دَ رووانی قبېلے مشران راغلل..معافی ئے اوغوښته

درخوست ئے منظور نه شه .. البته کرنل مېکسن چه په دغه ورځو کے کښے دَ پېښور کمشنر وو هغه ترېنه ېوه اقرار نامه وغسته ..چه دَ انګرېزانو او قبائلو دَ دغے اقرار نامے مطابق دَ روانی قبېلے خلقو کډے دَ ګنډېری نه اوچتے شوے او دَ جلاله (صلع مردان)په مېره ئے دېره اونېوله ...جلاله ته درانی قوم اتېا ګنډېری نه راغلے وے

په دوې کښے ېوه کورېنئ دَ پېرانو خاندان وه چه دَ حضرت اخوند محمد قنداهاری کاکړ دَ ځوئ محمد صالح المعروف په پېر صالح اولاد دے ..دَ پېر صالېح زېارت په طورو مردان کښے ..دَ کورېنئ دَ روانی قوم ستانه دار دی او په دی غزا کښے دَ پېرانو دَ دے کورېنئ مشرانو ښه مردانه بهادرې کړے وو..دَ روانی قوم سره ېوه بله کوېنئ چه ګنډېری نه جلاله ته په کډه راغلے وه هغه دَ اخوند زادګانو کورېنئ وه چه حضرت مېان صاحب محمد عمر دَ څمکنو دَ مشهور مرېد اخوند صوفئ عبدرحمان دَ دوه ځامنو اخوند زاده محمد صدېق او اخوند محمد رفېق اولاد دے ..دَ اخوندزادګانو په دے کورېنئ کښے اخوند فقېر شاه دَ ناوی ډهنډ او پړانګ غار په غزا کښے شامل وو..اوبېا چه انګرېزانو ګنډېرے کلے وران کړ .. نو دَ روانی قام دَ غازېانو سره جلاله ته راغلې وو..

دَ اتمان خېل غټي جګړي دَ فرنګي (برېټېش) سره وي وي


د پړانګ غار دريمه غزا


په ١٨٩٨ کښې هر کله چه په ټولو قبائيلى علاقو باندې انګریزانو فوځونه ورواچول. جنګ ئې تود کړ. په ملاکنډ ىې هم حمله اوکړه. سزتور فقير غزا له راغے. د اتمان خيلو نمر ختيزه علاقه د ملاکنډ ايجنسۍ د سم رانړى زئ او سوات رانړى زئسره په پوله پرته ده نو په اتمان خيلو کښې هم حرکت پيدا شه. د ملاکنډ په جنګ کښې يې د سوات. دير. باجوړ. مهمند د غازيانو سره پوره امداد اوکړ. ځوانمروى يې ښکاره کړه بهادرى ئې اوکړه. کفار ئې اووهل د دغه جوم په بنا د ١٨٩٨ په اخر کښې د کرنل رىډ په کمان کښې په اتمان خيلو باندې انګریزانو فوځونه حمله اوکړه دا حمله په دوه غاړے وه. يوه حصه فوځد سوات سيند په غاړه په قلنګئ دره باندې راواوخت اګره. ټوټئ. کوټ. مينه طرف ته را تاو شه. او بله حصه لښکر د درګئ نه په آوره کښد اتمان خيلو د غرونو نه په جنوبي لمنو کښې په ناوےډنډ. سپرى. بوچه. او  پړانګ غار حمله اوکړه. د ناوے ډنډ قلا چه به ١٨٥٢ کښې نه وه وهلے شوې هغه ئې په دے جنګ کښې ورانه کړه. ځکه چه زيات غازيان هلته په اګره اوټوټئ کښې په جنګ کښې ګير وو. ډ پړانګ غار اوسپرى ابادى ورانے شولے. د اتمان خيلو نمر ختير کلى چه د سوات رانړى زئ اوسم رانړى زئ سره په پوله پراته دى لکه مينه. کوټ. ټوټئ. اګره. قلنګئ د هغوئ سره ئې لکه رانړى زو معاهده اوکړه. چه د ملاکنډ ايجنسئ سره به سياسي تعلق ساتى په ١٩٠٨ کښ د رانړى زئ او اتمان خيلو په منځ کښې اختلاف پيدا شه. انګريزانو اول دا. دواړه قبيلې په خپل منځ کښې اوجنګول بيا ئې د دوئ په منځ کښې راضى نامه اوکړه ليکن په راضى نامه کښې يې په اتمان خيلو باندې پيټى بار کړ. چه د ملاکنډ د پوليټيکل دايجنټ ماتحتى به قبلوى..


د پړانګ غار څلورمه غزا.. 


په ١٩٠٨ کښې د علاقه انبار اتمان خيل ښکته را پريوتل د پيښور په علاقه کښې ئې د فرنګي په څوکو حملې شروع کړې. انګریزانو د کرنل آيس. ايچ. ګاډ فرے پوليټيکل ايجنټ ملاکنډ په کمان کښې د غاړې په اتمان خيلو او پړانګ غار حمله اوکړه. ورپسې د اتمان خيلو ناکه بندي ئې اوکړه. اخر جرګې تر منځه شوې او صلح اوشوه. ورپسې په کال ١٩١١ کښې د علاقه غاړه اتمان خيل ترخپل منځه ورانه راغله او په هغه کښي ئې د فرنګيانو علاقه تالا کړه. ورپسې په کال ١٩١٣ کښې د انبار اتمان خيلو او غاړه اتمان خيل راکوز شوه د هشنغره کلى اتمان زئ ئې تالا کړه حوصله ئې زياته شوه تر پيښور پورې د پوليس څوکئ به ئې تالا کولى. د اولنۍ جنګ عظيم ورځې ومى فرنګي په ځان وو. غږ ئې نه شه کول8. اخر د چى په جرګو مرکو په کال ١٩١٨ کښې هيله اتمان خيل قلار شول. البته د غاړې اتمان خيل ئې درې زره روپئ جرمانه کړل. په نوم جرمانه وه ادا نه شوه. په کال ١٩٢٣ کښې د غاړې اتمان خيلو او د مشرقي اتمان خيلو د علاقې سروے شروع شوه. اتمان خيل راپورته شول خو څه لوئ جنګ ونه شه.. 


د پړانګ غار پنځمه غزا 


په کال ١ ٩٣٠ کښې دا سياسى تحريکونه اثر قبائيلى علاقو باندې اوشه. نو د ارنګ برنګ اصيل نومى اتمان خيل او د انبار بوټ کور نومى اتمان خيل په اګره او په پړانګ غار راښکته شول او د هشنغر په بريد په جندى خوړ پريوتل مورچے ئې اولګولى انګریزانو ورپسې سمدستې لښکر اوکړه. په اګره او په پړانګ غار باندې جنګ ډيره سخته مقابله اوشوه. د اګره په جنګ کښې د ملاکنډ پوليټيکل ايجنټ ميجر جے. ډبليو. تهامس ګلور. ائ. اے. اے. قتل شه. انګریزانو په اګره باندې د هوائي جهازونو ګوله بارى اوکړه. ورپسې د کوټ مينه نه ئې سړک شروع کړ په ټوټئ ئې اګره ته او ساوه قدم په قدم جنګ وو اصيل څانګه له اتمان خيلو ښه مړانه ښکاره کړه. چه اګره په جنګ او هلى شوه د پړانګ غار محاز هک کمزورې شه. د قبائلي غازيانو لښکر واپس شه. ٢٣ غازيان د جنګى قيد يانو په شکل د فرنګي په لاس پريوتل په اګست ١٩٣٠ کښې جرګه تر مخه شوه. قيد يان ئې راپريودل. البته چې د غازيانو کومه وسله فرنګي له په لاس ورغلى وه هغه ئې غازيانو ته واپس نه کړه.

د اګره په غزا کښې يو نوي روحاني پښشواد علينګار فقير راښکاره شوى وو. ډير شهرت ئې موندلو ږږ. هغه په اګست ١٩٣٠ کښې د پړانګ غار په لار په پيښور د غزا کولو خيال لرلو لپکن د اتمان خيلو په الینګار په فقير اعتبارنه وو لار ئې ور نه کړه.


سرچينه. د عبدالحليم آثر افغان د کتاب ځمونږ مجاهيدين

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu...

Understanding the UAE Visa Ban: Reasons and Implications

پاکستانیوں کے لیے یو اے ای ویزا پابندی کے بارے میں تفصیلی خبر اور وجوہات متحدہ عرب امارات (یو اے ای) نے پاکستانی شہریوں پر ویزا پابندی عائد کر دی ہے، جس کی وجہ ان سرگرمیوں کو قرار دیا گیا ہے جن سے یو اے ای کی ساکھ کو نقصان پہنچا ہے۔ یو اے ای میں موجود پاکستانی سفارتخانے نے تصدیق کی ہے کہ یہ پابندی نافذ العمل ہے اور یہ تمام پاکستانی شہریوں پر لاگو ہوتی ہے، چاہے وہ کسی بھی مقصد کے لیے سفر کر رہے ہوں۔ یو اے ای حکومت نے پابندی پر کوئی سرکاری بیان جاری نہیں کیا، لیکن پاکستانی سفارتخانے کا کہنا ہے کہ یو اے ای حکومت کو درج ذیل سرگرمیوں پر تشویش ہے: یو اے ای حکومت کے خلاف مظاہرے کرنا سوشل میڈیا پر یو اے ای حکومت پر تنقید کرنا مجرمانہ سرگرمیوں میں ملوث ہونا یو اے ای حکومت نے اس بات پر بھی تشویش ظاہر کی ہے کہ ان سرگرمیوں میں ملوث پاکستانی شہریوں کی تعداد دیگر قومیتوں کے مقابلے میں زیادہ ہے۔ پاکستانی سفارتخانے نے پاکستانی شہریوں کو مشورہ دیا ہے کہ وہ یو اے ای کا سفر کرنے سے گریز کریں جب تک کہ ان کے پاس درست ویزا نہ ہو۔ سفارتخانہ یو اے ای حکومت کے ساتھ مل کر اس مسئلے کو حل کرنے اور پابندی ہٹانے کے...