English Cricket Captain Eoin Morgan Retires. Pashto Biography.
Captain Morgan Of England Bio In Pashto By Jaffar Hand, VOA Pashto
د انګلنډ د کرکټ لوبډلې کپتان این مورګن د کرکټ له نړیوال لوبو استعفا وکړه. مورګن مخکې د ایرلنډ په ملي لوبډلې کې لوبېده، خو یا خپل استعداد، یا د ایرلنډ کمزوری کرکټ، یا یې خپل د کرکټ د پرمختګ لیوالتیا، یا د انګلنډ او ویلز د کرکټ حرص او یا هر بل دلیل چې و، انګلنډ ته راغی او ډېر ژر یې په دغې لوبډلې کې ځان ته ځای جوړ او بیا کپتان شو. د ده په اړه ویل کېږي چې د انګلنډ د کرکټ او په خاص ډول یې د شل اوریزو نړیوالو لوبو بڼه او رخ یې بدل کړ
د ده په کپتانۍ کې انګلنډ نړیواله اتلولي هم وګټله او د انګلنډ په نړیوالو اتلولیو کې یې مهم او ارزښتناک رول ولوبوه. د انګلنډ کرکټ بورډ یې «ښه هڅوونکی، خلاق، ریکارډ جوړوونکی او اتل» لوبغاړی بولي. د ۲۰۱۹ د کرکټ په نړیوال جام کې یې د افغانستان خلاف فوق العاده لوبه وکړه، سلیزه یې وکړه او ډېرې شپږیزې یې ووهلې. ما د ده دا لوبه په میدان کې ولیدله، خو دریغه چې د افغانستان خلاف یې داسې کارنامه نه وای کړای. زه بره د مطبوعاتو په خونه کې ناست وم، د افغانستان په ټولو توپ اچوونکیو یې شپږیزې ووهلې خو په راشد خان یې ډېرې ووهلې. یوه شپږیزه یې د مطبوعاتو د خونې په طرف هم ووهله او ما بال لیده چې رانژدې کېده غټېده هههه
د دغې لوبې په پای کې په خبر کنفرانس کې مو ترې وپوښتل څه کیسه وه چې داسې بده ورځ مو جوړه کړې وه، ویې ویل، افغان توپ اچوونکي او په خاص ډول راشد خان فوق العاده لوبغاړي دي، خو په کرکټ کې دا خبرې راځي. هغوی ما ته قصدآ داسې بالونه نه دي کړي چې زه پرې شپږیزې ووهم، بلکې «نن زما ورځ وه». هر پیل پای لري، د مورګن نړیوال کرکټ ته هم نن د «پای ټکی» کېښودل شو. ښه لوبغاړی و او د انګلنډ د کرکټ تاریخ به یې نوم تل یاد ساتي.
#کرکټ
#نظر
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.