Mard Of Khushal Khan Khattak Baba. Mard Hagha Che Himat Naak Barakatnaak
Ideal Man Of Khushaal Khan Khattak Baba.
خوشال بابا د سړي تشريح داسې کوي دا خوشال خاني ده
مرد هغه چې همتناک، برکتناک
له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک
مخ یې مخ، قول یې قول عهد ئی عهد
نه دروغ، نه یې فریب، نه تش تپاک
لږ ګفتار، ډير یې کردار په خاموشۍ کښې
د غونچې غوندې خوله پورې، سینه چاک
چې خبرې د پستۍ د بلندۍ شي
په لویۍ لکه اسمان، په پستۍ خاک
په تمکین کې لکه سروه، په سخا کې
په هر لور څانګې ژنګورې لکه تاک
لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې
همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک
چې دا هسې شان ویل کا زه حیران یم
چې خوشحال راووړ له کومه دا ادراک؟
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.