Bio Genetics And Mankind. Last Century Of Mankind.
By Idress Mamondzai.
پوهان وړاندې وینه کوي چې دا سلیزه د اوسني انسان وروستنۍ سلیزه ده ځکه چې د انسان په جين کې چې څومره بدلونونه راروان دي د هغې نه وروسته به دغه بدل انسان ته انسان ویل هم یو ستونزه وي ځکه چې بدن خو به یې د اوسني انسان په څیر وي اما نظر به یې د باز وي، ,شامه حس به یې د سپي وي، زړورتیا به یې د زمري وي او ذکا به یې د انترنيت وي. فکر وکړۍ چې زمونږ ماغزه د انترنت سره راسا منسلک شي او په مغزو کې راتلونکي هر تپوس راسا د ګوګل هیلپ په ذریعه جوابیږي. د جینټیک انجینیرنګ په ذریعه همدا اوس مور او پلار کولی شي چې د حمل نه وړاندې د کوچني جنس خوښ کړي. همدغه پوهه نوره هم پر مخ تللې ده. په لمړي سر کې ترې نظامي ګټې اخستل کیږي او بیا وروسته به د عامو خلکو استفادې ته چمتو شي. زه چې اوس کله ځینې شیطانپرست وینم چې خپل شکلونه بدلوي، ښکران راباسي او ټاټوګان د بدن په هره برخه جوړوي نو دغه ایت را یادیږي
و لامرنهم فلیغیرن خلق الله. زما(شیطن) په امر به دوې دالله خلق ته تغیر ورکوي.
البته دا د جینیټک بدلون شاید د پورتني آيت پر ځاې تمثیل وي او هغه ځکه چې انسان لا د دغو بدلونونو د بدې اغیزې نه خبر ندی. په هغه وخت کې که جنګونه شورو شي نو انسان به یو دبل څه حال کړي ددې لیدو د پاره د اینیمل پلنټ فلمونه وګورۍ. ښایي انسان به په خپله د انسانیت خاتمه وکړي.
خاطره.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.