Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Toor Mala Rawra. Lyrics
لاړ شه پيښور ته قميس تور ماله راوړه
تازه تازه ګلونه دری څلور ماله راوړه
د پيښور ښار مغرب جنوب ته خليل مومند پراته دي اباد دي دا دواړه قبيلی د باړی د خوړ په غاړه ابادي وادنی دي
د تيراه د غرونو واورې چی ويلی شی اوبه شی نو د اوبو چپی د باړی په خوړ کښی سيلاب شی او د خليلو مومندو زمکې پری خړوب شی
د دغه دواړو قبيلو د خلکو ژوند په کر کروند او زراعت وو او دي
د ګنی ،مټر ،ګازری ټپر.او د نور سبزيانو
سره سره د ګلونو کرکرونده. بی حده ډيره وه.او تاسو چی د پيښور ښار صدر راماداس. بالا مانړی،قصه خوانی، او ډبګرې بازار او دوکان کښی کوم ګل او ګلونو وينی ګوری دا دغه قبيلو د زميندارو د خوارې نخښی دي
په خليلو کښی د ګل کرکرونده کمه شوه خو مومندو زميندار يی نن هم ښه په شوق کری (عالمزيب خليل اکسفورډ ښار )
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.