Skip to main content

Why British Sikh Soldiers Visited Saragharai Of Orakzai Khyber Pukhtunkhwa?.

British Sikh Regiment And Orakzai Tribes War In 1855.

By Latif Orakzai

Why British Sikh Soldiers Visited Saragharai Of Orakzai Khyber Pukhtunkhwa?. 

د فرینګیانو او د اورکزو ترمنځه ډیر جنګونه او شخړې شوي دي خو د دغه جنګي لړئ پېل  د 1855 کال سخه کیږي چې کله د زیمشت قبیلې خلکو جرنیل چمبرلین کیمپ باندې حمله اوکړه

دغه جنګي سلسله بیا تر د فرنګي وتلو پورې روانه وۀ دغه جنګونو کښې یوۀ جنګ د فرنګي او هندوستاني تاریخ په پانړو کښې ډیره په جانبدارۍ سره زمونږ مخې ته وړاندې کیږي دغه جنګ 1897 کښې د سمانې په مقام شوې وو   دغه جنګ باندې د هندوستان د فلمي انډسټرۍ

 bollywood

 دوه فلمونه هم جوړ شوي دي دا ېو فلم نوم kesari دې چې اوس اوس جوړ شوې دې 

اوس به راشو چې د دغه جنګ حقیقت څه دې؟

زما خپل ذاتي فکر مطابق هغه وخت کښې د انګریز خلاف د پښتنو جنګي پالیسي داسې وۀ  چې دشمن باندې حمله اوکړه قلا، کیمپ، پوسټ ورله ړنګ کړه د دشمن فوځ مړ کړه او ټوپک کارتوس او نور مال په لاس واخله خپل  کلي کور او محفوظ ځائ ته واپس ځان رسوۀ

فیرنګې د پښتنو دغه واپسۍ تګ ته د اورکزو شکست نوم ورکوي د سمانې جنګ کښې هم دغه پالیسۍ خپله کړي شوي ده د سمانې (سرۀ ګړهي او ګلستان) قلا باندې د اورکزو او اپریدو د حملې نه پس فرنګې په خپله اقرار هم کوي چې مونږ د دغه جنګ وړالي شوي فوځي ټوپک او نور سامان د ېوې معاهدې لاندې د اورکزو مختلفو قبیلو نه تر لاسه کړو

معاهده څه داسې شوي وۀ 

فیرنګي سرکار به د ټوپکو د واپسۍ په بدل کښې د اورکزو مختلفو قبیلو ته هره شپږ 6 میاشتې پس موجب (پیسې) ورکوي

اوس دلته سوال دا پیدا کیږي چې که اورکزو شکست خواړلې وائۍ نو بیا د فیرنګي پوځ ولې معاهده کوي او د پوځ وړالي شوي ټوپکې او نور سامانانو  قبیلو ته د موجب ورکولو په بدل کښې د ټوپکو د واپسۍ مطالبه ولې کوي ؟

بله دا هم منی چې دغه سرۀ ګړهئ قلعه باندې د برټش ارمي د سکھ رجمنټ یؤیشت 21 فوځیان تعینات وو او ټول  دغه جنګ کښې مړه شوي هم دي حیرانۍ خبره دا ده چې ټول پوځیان ئې هم مړه شوي دي قلا ئې هم تباه شوي ده او ټوپکې هم وړالي شوي دي خو بیا هم د فرنګي تاریخ د اورکزو د شکست تذکرې کوي

ریښتیا وائیلي دي


History is written by the conquerors


د معاهدې نه پس د اورکزو مختلفو قبیلو څه په دې ډول ټوپکې او نور سامان انګریز ته واپس کړل 

علي خیلو شپاړس ټوپک واپس کړل

مسوزئ شپږویشت ټوپک واپس کړل

علي شیر زئۍ څوارلس ټوپک واپس کړل

د پتاو علي شیر زئۍ دوۀ دیرش ټوپک واپس کړل

هم داسې نور قبیلو زوئمشت  مامو زئۍ هم د معاهدې پاسداري اوکړه او فرنګي پوځ ته ئې ټوپکې او نور سامانونه واپس کړل 

پرون د برټش ملټري خصوصي ډيليګیشن د پاکستان په مرسته سرۀ ګړهۍ سمانې ته راغلې وو چې چرته دغه جنګ شوې وو فیرنګي خپل  وفادار سکھ پوځیانو ته د عقیدت ګلونه کېښودل بل اړخ ته د خاورې او وطن پالونکي اورکزي پښتانه  چا چې په وطن ننګ کړې وو او د فرنګي سامراج نه د ازادۍ اخېستلو د پاره خپل سرونه شیندلي وو هغوۍ د تاریخ په دوړو کښې پټ پراته دي  د ریاست پاکستان له خوا د ازادۍ د پاره شهیدان شوي پښتنو هیڅ څه یادګار او ستائنه نیشته


په میــدان مـا جـنګوي مـاله شــابـاسې راکـــوي

خو د میدان په وېش کښې نه مني زما شهیدان




British Sikh Regiment And Orakzai Tribes War In 1855. Pashto Pedia Info Article About Sara Gari Orakzai War In 1855. Pashto History Blog, Pashto Times, Pashtun History

By Latif Orakzai

Why British Sikh Soldiers Visited Saragharai Of Orakzai Khyber Pukhtunkhwa?. 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso