Da Sheikh Mili Baba Daftar. Daftar Da Shaikh Meli Baba. Dr. Muhammad Ali Dinakhel
د شېخ ملي دفتر
د شېخ ملي د دفتر په موضوع زما يوه لنډه شان مقاله په درې مياشتينۍ پېښور رساله جلد: ۳، شماره: ۴ (جولائي تا ستمبر ۲۰۱۲) کښې چاپ ده ۔ د دغه مقالې سرخط دے " د شېخ ملي دفتر څه شو" ۔ لاندينۍ حوالې د دغه مقالې د چاپ کولو نه وروستو زما لاس ته راغلې کومې چې ما په خپله يوه بله مقاله کښې ورکړي دي ۔ د يادونې وړ ده چې د مجمع الاشعار وړومبے جلد پښتو اکېډمۍ کوټې بلوچستان چاپ کړے دے او دوېم جلد چاپ ته تيار دے ۔ (محمد علي ديناخېل)
په سوات کښې دوه کتابه دي يو فرع بل اصلي
يو مخزن د دروېزه دے بل قران نور جلي
څوک چې د دې دواړو مخالف ځي په دنيا کښې
د قارون په دود پرې ډک شو د دوزخ جور تلي
(اکبر اخونزاده، مجمع الاشعار جلد دوم مخ: ۲۳۳)
په سوات کښې دي دوه کفره يو خفي دے بل جلي
يو رسوم باطله دي بل دفتر شېخ ملي
څوک چې مخالف ځي د قرانه ترې توبه شه
ليس لمن اعلم الخلف و لا لي
پير خو مې قران دے له رسومو مې توبه شه
مثل د لوئے حوض دے چې تور تن که صيقلي
دين له خدايه راغے په قران کښې رابيان شۀ
دا له حقه دينه نۀ جزي دي نۀ کلي
(اکبر اخونزاده، مجمع الاشعار جلد دوم مخ: ۲۳۳)
حواله: ديناخېل، ډاکټر محمد علي، په جرمني کښې د پښتو يوه قلمي نسخه مجمع الاشعار مقاله مشموله شپږ مياشتينۍ پښتو، پېښور، پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون، جلد: ۴۵، شمېره: ۶۵۱ (جنوري – جون ۲۰۱۶)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.