Skip to main content

Facts About Pashto Language. Pashto Language Survival And Future.

Facts About Pashto Language. Pashto Language Survival And Future. By Maulana Khanzeb

د پښتو مقدمه.


ژبپوهان وائي چې په اوس وخت کښې هغه ژبه د فنا به بچ به وي پرمختګ ئې ممکن کېدې شي چې درې کاره پدغه ژبه کښې کول شي ړومبې په کور کلي بازار کښې چې وائل شي ، دوېم ليک لوست کتاب پکښې ليکل شي ، درېم په ټولنيزو رسنۍ کښې ليکل وائل شي.

پښتو د فنا د قطار نه بار ده ځکه اوس وخت کښې پښتو د کم رياستي واک پرته د خپل ليکوال او خپل وګړو په برکت پرمخ روانه ده.

پښتو د نړۍ څه په 56 هېوادونو کښې د ريډوانو نه وائل شي څه سلو نه زياتې مياشتنې رسالې پکښې ويستل شي او هر کال په سؤونو کتابونه هم پکښې مخې ته راځي.

پښتو ژبه د خپلو ټکو په اړه هم ډېره غني ده که راکړه ورکړه کوي خو پخپل ځان هم دومره پوره ده چې مجاور احمد زيار په اکسفورډ پوهنتون کښې پښتون استاذ دې ۱۰۹ کتابونه ئې په پښتو کښې ليکلي.دغه کتابونه ټول په ټوله دپښتو په خالص تورو دي د نړۍ د بلې ژبې ېو تورې پکښې نشته.

ژبه ولې ختمېږي ؟ درې لاملونه دې وخت کښې دي ېو د ګلوبلائزشن ېرغل دوېم د رياستونو دننه د ګڼ قامونو ژبې د پام نه غورځول او د دروغو قامي ژبې جوړوول درېم د رياست د قامي ژبو نه خودساخته ېره چې موخه ئې د ، لېنګوېج انجېنئرنګ ، په زور د قامونو محکوم ساتل ټکول او د دوئې وسائل خوړل دي.


ګنړې ژبې د فطرت د جمالياتي تنوع برخه ده د ژبو دغه ګڼ والې د انسان د کائنات سره د تړون او اړيکې ګنړ اړخيزه لارې جوتوي خو د بده مرغه د ، ېو نړۍ وال کلتوري ، ېرغل سره نړۍ ته د ېو ژبې ېرغل هم جوړ دې ځکه ژب پوهان انګريزي ،قاتله ژبه ، ګنړي چې لګيا ده د وخت سره نورې کمزورې خوري دغه راز هره غټه ژبه وړه ژبه لګیا ده خوري.

د ېو ژبې فنا کېدل تش د ېو ژبې فنا نه وي د خدائې ېو اېت ختم شو او د ېو اولس پوره تاريخ کلتور او د کائنات سره اړيکه اوشلېده.

ژب پوهان د پېښ ګلوبلائزشن د حقيقتونو په رڼا کښې وائي ېويشتمه پېړۍ چې ختمېږي نو د نړۍ 96 سلنه برخه ژبې به د مېنځنه تلي وي مونږ  نن سبا په کائنات کښې  فطري تنوع د مېنځه تلل په دوه څیزونو کښې بيخي په سترګو ليدې شو ېو د غرونو ځنکلو بربادول صنعتي پرمختګ د ، چاپېریال ، په قذرتي بدلون کښې او بل د ژبو په ختمېدو کښې.

د نړۍ نوي سلنه خلک صرف لس ژبې وائي پښتو په اړه بشپړ امکان دادې چې لس شل کاله پس به د خپل اولس په برکت دغه لسو ژبو ته جګه شي.

په تېر دوه لسيزو ېعنې په ېويشتمه پېړۍ کښې د اقوام متحده د ژبو د ژغورنې څانګې ترمخه په امريکا کښې شپاړس ژبې بشپړ فنا شوې په آسټراليا کښې لس په هند کښې شپږ په برازیل کښې دوه او په برطانيه کښې ېوه.

په هند کښې تراوسه 223 ژبې مړې شوي په پاکستان کښې څه شپږ اويا ژبې وائل شي پدې کښې 27 ژبې د ځنکدن په غاړه دي پدې کښې 18 ژبې په پښتونخوا کښې د فنا په مورګه ولاړې دي په سوات مغل مار کښې د بدېشي ژبې صرف درې کسان پاتي دي .


مولانا خانزېب.





Facts About Pashto Language. Pashto Language Survival And Future. Pashto, Pashtuns, Pashtunwali, Pashto Books, Pashto Radios, Pashto Social Media, Pashto TVs Pashto News Papers. Pukhto

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso