World Radio Day and Radio Kabul. History Of Radio Afghanistan By Sardar Wali. د راډیو نړیواله ورځ او کابل راډيو نن د راډیو نړیواله ورځ ده چي اول وار ئې ږغ په ۱۹۲۰ع کال واورېدل سو. د افغانستان راډيو د اسيا په لومړنيو راډيوګانو کي راځي چي په ۱۹۲۶ع کال امير #امان_الله_خان په لومړي ځل #مهندس_عطاالله_خان د راډيو تخنيک د زده کړي د پاره #المان ته ولاړ او کال وروسته له يوې وړې راډيويي دستګاه سره بيرته افغانستان ته راغلی، په چټکۍ سره د راډيو وداني، سټوډيو او سيګنل چاري بشپړي سوې او په لومړي ځل راډيو د يوې لايحې له مخي په خپرونو پيل وکړ چي دوه ساعته وخت ئې وو چي دستګاه ئې۲۰۰ واټه او په۳۶۰ موج به اورېدل کېده. د راډيو سټېشن په لندنۍ کوټۍ کي جوړ سو چي ددې ودانۍ نقشه په ۱۸۹۵ع کال نصرالله خان له لندنه راوړې وه. ويل کېږي چي پر دغه ځای پخوا د #امير_شېرعلي_خان د توپ/باروتو جوړولو کارخانه وه چي د #امير_حبيب_الله له لوري د کورني اختلاف له امله له منځه يوړه سوه او پر ځای ئې لندنۍ کوټۍ جوړه سوه. جالبه دا ده چي د ټلګراف او پوسټ وزارت يوه ۲۷ماديزه تګلاره خپره کړه چي پکښي ليکل سوي دي: "هر کس چي له هيواد ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.