Skip to main content

Khan Mir Hilali, Hamza Baba, Ghaffar Khan Baba Aw Jambhooriat

Khan Mir Hilali, Hamza Baba, Ghaffar Khan Baba Aw Jambhooriat.

Awais Kamal


د پښتو ژبې شاعر ليکوال، صحافي خان مير هلالي په خپل خپل وخت خلافت تحريک، خدائي خدمتګار او مسلم ليګ کښې وخت ووباسلې وو ۔ په شاعرۍ کښې يې زياتر په اسلامي غزاګانو شاعري کړې ۔ هلالي يو اخبار "جمهوريت" په نوم ووباسلې وو، د اخبار نوم جمهوريت وو خو دفاع به پکښې د آمريت او غير جمهوري اقدارو کېده ۔  خان مير هلالي يو کتاب "توريالي: د فيرنګولئ کال ۱۸۴۹ نه تر پاکستان ۱۹۶۶ د پښتونخوا تاريخ" په نامه په کال ۱۹۶۷ کښې چهاپ شوې وو ۔ هلالي په دې کتاب کښې د انګريزانو راتګ نه تر پاکستان جوړيدو وخت پورې د پښتنو قامي شخصياتو، تحريکونو تاريخ اسلامايز کړې دې او د پښتنو قربانئ نتيجه يې پاکستان جوړيدو په توګه وړاندې کړه دي ۔ بيا يې پاکستان جوړيدو نه پس د پښتنو تاريخ پاکستانايز کړې دې او مسلم ليګي آمرانه، غير جمهوري بيانيې له يې زور ورکړې دې، د کتاب يو  باب په پاکستان او هند ۱۹۶۵ جګړې متعلق ليکل شوې دې چې د ايوب خان قصيدو، نظمونو او پاکستان هند جګړې کښې د پښتنو قربانو ذکر باندې مشتمل دې۔ هلالي دې کتاب انتساب ډکټير ايوب خان په نوم کړې دې او کتاب باندې تعارفي خبرې حمزه شينواري، سيد تقويم الحق، محمد عبدالقدوس، عبدالخالق خليق ليکلي دي ۔

حمزه بابا په خپلو تعارفي خبرو کښې لکه د مسلم ليګي صحافيانو د جناح صفتونه کړي، حمزه بابا ليکي چې "کوم وخت چې مسلمانانو ته قائداعظم محمد علي جناح د کانګريس اصلي حېثيت نه پرده پورته کوي او مسلمانانو ته دا ښئ چې کانګريس يوازينے د هندو اکثريت نوم دې او بغير د هندو راج د حاصلولو نه يې بل مطلب نشته نو ورو ورو مسلمانان کانګريس نه بېل شو او مسلم ليګ ته لاړل۔"

بيا ورپسې حمزه بابا د ايوب خان  مارشل لا لګولو ته د ۱۹۵۸ انقلاب نامه ورکوي، واي چې ۱۹۵۸ ۱نقلاب راغې نو هلالي د خپل اخبار "جمهوريت" په ذريعه د دې تائيد وکړو او د فيلډ مارشل محمد ايوب د حکومت په حقله يې د خوشالئ او اطمينان اظهار وکړو ۔ حمزه بابا خپل ژوند نيمايي وخت مسلم ليګي پاتي شوې او پاتې ژوند حمزه بابا پښتون ولئ پربنياد ولاړ قامي سياست هم نوا پاتې شوې وو ۔ حمزه بابا خپل سوانح مسوده کښې هم بيا مسلم ليګ باندې سخت تنقيد کړې وو او جناح يې کنځلې وو چې چهاپ وخت کښې ترېنه دا خبرې لرې کړې شوې وې ۔ حمزه بابا به بيا وروستو ځاے په ځاے خطونو کښې د باچا خان او ولي خان دفاع کولو ۔

په دې کتاب کښې هلالي خپلو ابتدائي خبرو کښې چې کله د باچا خان او جناح مذاکراتو ذکر کوي نو باچا خان متعلق مسلم ليګي متعصبانه انداز کښې ليکي چې "د نورو قامونو مشران چې زاړه شي، په تجربه او تدبر پاخه شي او زمونږ مشران چې زاړه شي نو په خوئ طبعيت واړه شي ۔ که باچا خان د پاکستان د سربراه (قائداعظم) منلې وې نو نن به باچا خان د ډيرو غمونو او پريشانو نه په آمان وو۔"

هلالي په دې کتاب کښې دايوب خان په تعريف کښې داسې انګې بنګې ژغولي دي چې يوځاے يې په يو نظم کښې ليکلي دي چې 

دې مهربان په پاکستان محمد (ص)

سيورے په سر د ايوب خان محمد (ص)

يوځاے يې داتا دربار ګنج بخش له قبره ۶۵ جنګ له راويښ کړې او پښتنو ته يې پرې وئيلي چې زه پښتون د غزني نه لاهور ته راغلې يم او ستاسو په وطن هندوانو چپاؤ کړے دې، ملا وتړۍ او ميدان له ورځۍ ۔ 

پښتانه داسې قسمه درباري صحافيانو، دروغ ګو، کيسه باز شاعرانو هم برباد ساتلي دي، سنګه چې هلالي خپل اخبار کښې ۶۵ جګړي له ترانې او آمرانو قصيدې ليکلې او پښتانه يې د پردو جنګونو خشاک جوړولو له تيارول، همداسې په افغان فساد جګړې وخت کښې به په افغانستان کښې محمد زبير شفيقي د نسيم حجازي جهادي ناولونه پروپيګنډې لپاره پښتنو ته ژباړل ۔ پاکستان جوړيدو نه پس داسې قسمه شاعران, اديبان د پښتنو لپاره ډيوډ جانز نه کم نه دي ۔ پښتنو وزګار خيلو نيمه ژوند د وحيد ګل استاذ په بې مقصده اوږدو اوږدو قيصو او داسې قسمه پروپيګنډسټ شاعرانو باندې ضائع کړې دې چې هيڅ ادبيت نه لري ۔








Khan Mir Hilali, Hamza Baba, Ghaffar Khan Baba Aw Jambhooriat


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso