Skip to main content

World Radio Day and Radio Kabul. History Of Radio Afghanistan By Sardar Wali.

 World Radio Day and Radio Kabul. History Of Radio Afghanistan By Sardar Wali.


د راډیو نړیواله ورځ او کابل راډيو

نن د راډیو نړیواله ورځ ده چي اول وار ئې ږغ په ۱۹۲۰ع کال واورېدل سو. د افغانستان راډيو د اسيا په لومړنيو راډيوګانو کي راځي چي په ۱۹۲۶ع کال امير #امان_الله_خان په لومړي ځل #مهندس_عطاالله_خان د راډيو تخنيک د زده کړي د پاره #المان ته ولاړ او کال وروسته له يوې وړې راډيويي دستګاه سره بيرته افغانستان ته راغلی، په چټکۍ سره د راډيو وداني، سټوډيو او سيګنل چاري بشپړي سوې او په لومړي ځل راډيو د يوې لايحې له مخي په خپرونو پيل وکړ چي دوه ساعته وخت ئې وو چي دستګاه ئې۲۰۰ واټه او په۳۶۰ موج به اورېدل کېده.

د راډيو سټېشن په لندنۍ کوټۍ کي جوړ سو چي ددې ودانۍ نقشه په ۱۸۹۵ع کال نصرالله خان له لندنه راوړې وه. ويل کېږي چي پر دغه ځای پخوا د #امير_شېرعلي_خان د توپ/باروتو جوړولو کارخانه وه چي د #امير_حبيب_الله له لوري د کورني اختلاف له امله له منځه يوړه سوه او پر ځای ئې لندنۍ کوټۍ جوړه سوه.

جالبه دا ده چي د ټلګراف او پوسټ وزارت يوه ۲۷ماديزه تګلاره خپره کړه چي پکښي ليکل سوي دي: "هر کس چي له هيواد دباندي راډيو راوړي، جواز به ورته جوړوي او هره مياشت به يوه افغانۍ [#راډيو_کابل] ته ورکوي. هيڅ کس نه سي کولای چي بې له اجازې خرابه راډيو جوړه کړي او هيڅ بهرنی خرابه راډيو نه سي جوړولای! که داسي وسوه مناسبه سزا به وويني". ويل کېږي چي تر سقاوي د مخه په افغانستان کي زر راډيو ګاني وې او ټولو دولت ته خپله ماليه ورکوله.

د کابل راډيو لومړی مدير محمدحسن او وياند ئې #سرورګويا نومېده چي د #پښتو برخي لومړي ويندويان عبدالجبار او #مستوره او د دري ژبي ګويا اعتمادي او #رقيه_حبيب وه. لومړي سندرغاړي چي سندري ئې ثبت کړې #استاد_غلام_حسین، #استاد_قاسم_افغان، #استاد_نتو او #استاد_قربان_علي وه. 

لومړي ليکونکي ئې #رشید_لطیفي، #خلیل_الله_خلیلي، #گل_پاچا_الفت، #عبدالرحمن_پژواک، #علي_احمد_کهزاد وه چي د #صلاح_الدين_سلجوقي تر رياست لاندي ئې له راډيو سره کار کاوه.

دا نو په سيمه کي لومړۍ راډيو وه چي يوه خپلواک ملت ئې د خپرونو واک لاره، خو د بده مرغه چي په سقاوي اړ و دوړ کي راډيو هم کافره سوه او لندنۍ کوټۍ ته اور واچول سو او هر څه پکښي وسوځول، د سقاوي ناتار وروسته نادرخان روسي تخنيکګران بيا وګومارل خو د هغوۍ له خولې چي هر څه له جوړېدو وتلي دي او يوازي د راډيو لوړ ټاور له دې امله زيان نه دئ ليدلی چي د اور لمبې سمي نه ور رسېدې.

اټکل دیارلس کاله وروسته په ۱۹۴۲ع کال کي ظاهرشاهي دولت راډيو ته نوې ودانۍ جوړه کړه چي ګڼي سټوډيوګاني ئې لرلې، او هم ئې نوم له [کابل راډيو] څخه [د افغانستان راډيو] ته واړول سو، چي د لومړي وزير سردارمحمد نعيم خان په ږغ سره دوهم ځل راډيو په خپرونو پيل وکړ چي دا ځل د پښتو او دري تر څنګ په #اردو، #انګرېزي، #عربي، #فرانسوي، #الماني او #روسي ژبو هم خپروني پيل کړې.


د مشرانو له خولې چي کندهار کي د شهیدانو پر چوک د نیک محمد پر سماوار به د راډیو افغانستان لوډ سپیکر لګېدلی وو؛ او لاندي به خلکو ډډي ورته وهلي او د خپل ذوق مطابق خبرونه او نورو پرګرامو ته به ئې غوږ نيولی وو.

د افغانستان راډيو په نړۍ کي يوه له هغو راډيو ګانو څخه ده چي د عيش پرستۍ او عبث خپرونو پر ځای ئې تل د افکار په وده کي ځانګړی رول لاره او د سيمي په کچه ئې اوس هم د خلګو خوند په خوله کي دئ.

هغه سر کا زمانې د سپو د لوبو

چي یې نه واهه مزري پل په ورشو

#حمید_ماشوخیل


ويډيو:

 د سنبلې د مياشتي نهمه ورځ ده چي په ټول هيواد کي به د پښتونستان جشن نمانځل کېده. دا مراسم د کابل د پښتونستان په واټ کي نمانځل کېږي چي پاچاخان او صمد خان گډون پکښي کړی دئ، نور مهم کليپونه کامنټ کي...

د راډيو افغانستان د ختم آنانس آواز د #ابراهيم_خېل_نطاق دئ.


🇦🇫#دافغانستان_تاريخ #Afghanistan_history

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso