Pashto ChatGPT. ChatGPT Introduced Pashto. Pashto Explainer By Muhammad Yaad. چټ جي پي ټي کې د پښتو برخې راتګ رښتیا هم خوندوره ده او دقت یې هم تر پخوا ډېر زیات شوی دی. دا ښه خبره ده چې موږ د مصنوعي ځيرکتیا په دور کې پښتو ژبه د داسې پېچلو خو ګټورو سیستمونو برخه کړو، خو پوښتنه دا ده چې موږ لپاره به څومره ګټوره وي او رښتیا به ترې څومره ګټه واخلو؟ تېرو تجربو ته په کتو د دې پوښتنې ځواب ډېر خوندور نه ښکاري. وجه یې دا ده چې ستونزه په وسایلو کې لږه او زموږ په چلند او لیدلوري کې ډېره ده. دا لومړی ځل نه دی چې یوه ټکنالوجي موږ ته آسانتیا رامنځته کوي، تر دې وړاندې مثلاً پخپله انټرنېټ ډېره لویه آسانتیا وه، خو موږ ترې د یوه قوم په حیث د خپلې عمومي ودې لپاره څومره ګټه واخیسته؟ که ښېګڼه یوازې دا وي چې چټ جي پي ټي یا بله هره ټکنالوجي موږ ته معلومات راکوي، نو دا معلومات خو له پخوا راهیسې په کتابونو کې هم پراته دي او انټرنېټ هم سوچ بې پښتو نه و، موږ هغسې ولوستل چې ضرورت یې و؟ مهمه دا ده چې لومړی موږ کې د څیزونو د سم استعمال ذهنیت پيدا شي، دا ذهنیت هله پيدا کېږي چې موږ د یوې س...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.