Skip to main content

Music, Musician, Dam, Damtoob Damaan. Pashto Article. Pashto Blogs about Music.

 Music, Musician, Dam, Damtoob Damaan. Pashto Article. Pashto Blogs about Music.

«ډم» د پښتني تلپاتې روح نغمه؛
سکالو ده چې زه هم "ډم" یم او موږ هم «ډمان» يو! 
پرېږدئ چې ډهول وغږېږي! پرېږدئ چې ډم تل ویاړلی وي!

ليک؛ ځواک مند افغان (Zwāk Mand Afġān)

هغه څوک چې د «ډهول» غږوي، «ډم» نومېږي او هغه څوک چې په «ډول» تاوېږي هغه «ډمان» نوميږي. ډرم وهونکي «ډم» داسي مهارت او ستر هنر دی، چې خپله د موسیقۍ یو ځانګړی فن لري. «ډم» خپل استعداد د غوره سندرو ویلو او د ساز و سروﺯ د ښکلي ریتم (سر اوتال) په وړاندې کولو کې کاروي، تر څو زموږ ټولنه ژوندۍ وساتي.  
ډم د خپل هنر له لارې د شملي ریتم (سر اوتال) یو موزون انداز وړاندې کوي، چې د تفریح سره سره یو روحاني تمرین، یوګا، او د نفس د تازه کولو وسیله هم ده. د «ډهول» غږ زړونه بیداروي، د روح غذا هم پوره کوي.  
«ډهول او ډم» د پښتني تاریخ او کلتور یوه نه جلا کېدونکې برخه ده، چې د نسلونو په زړونو کې د ژوند، خوشالۍ، مبارزې او یووالي سندرې غږوي.  

د ډهول ضربې یو داسي غږ دی، چې د تاریخ د زړه ټکان، د ولس ریتم (سر اوتال)، او د کایناتونو حرکت په ګوته کوي. «ډم» یو هنرمند، کیسه‌ ویونکی، او د هغه ازلي ریتم ساتونکی دی چې د زرګونو کلونو راهیسې د غرونو او درېو ترمنځ انګازې کوي. د ډهول هره ضربه یو ورک شوی روح را بیداروي، زموږ د نیکونو غږونه بیا ژوندی کوي، او د پښتني هویت تارونه سره نښلوي. «ډم» هغه نه لیدونکی ځواک دی چې موږ سره تړي. ډهول د غږ سره سره خبرې هم کوي. دا جنګیالیو ته د جګړې غږ ورکوي، د خوشحالۍ نغمه او د یووالي سندره وړاندي کوي، او اټن ته نڅا کوونکي را بولي. دا د روح نغمه، د معنويت پیغامونو پول، او د حرکتي مراقبې سنفوني ده.

ډم څوک دی؟
⬅️هغه د خوشاليو مهندس دی، زموږ د وجود تر شا پټ ځواک.
⬅️هغه د وطن دفاع جګړې نغمه ده، د میدانونو د تاریخ ضرب.
⬅️هغه پیغام‌ رسونکی دی، د درېو او کلیو ترمنځ د خبرونو لومړی غږ.
⬅️هغه د دودیزو محفلونو روح دی، د خوشالۍ حرکتونو هنري بڼه ده.
⬅️هغه هغه هنرمند دی چې غږ ته ځواک، حرکت ته معنا ورکوي.

کله چې نړۍ لا ورځپاڼې، ټلویزیون او مایکروفون نه پېژندل، «ډم» د خبرونو خپرونکی و. د هغه ډهول د سولې او جګړې غږ و، خلکو ته د یووالي ناره وه.
حتی نن، هر پښتني کلي، هرې خوشحالۍ، او هر اټن کې، «ډم» ژوندی دی. د هغه ریتم زموږ د روح وجد را باسي، او یو داسې ځواک رابرسېره کوي چې الفاظ یې تشریح نشي کولی.

زه هم «ډم» یم!
موږ پښتو سندري اورو، د هغوی ریتم (سر اوتال) ته تسلیمېږو، نڅا کوو، اټن کوو، تاوېږو او پدې لړ کې سکون، تعادل، او ځواک مومو. د ډهول له لارې موږ د خپلې خاورې روح لمسوم. دا ریتم (سر اوتال) زموږ د نیکونو زرګونه کاله لارښوونه کړي، زموږ په وینو کې بهېږي، زموږ روح ته حرکت ورکوي، او زموږ هویت ته ژورتیا بښي.
نو موږ ډمان یو، نو موږ هم پرې ویاړو!

«ډم» کوم عادي انسان نه دی؛ هغه سپېڅلی دی، د پښتني دودونو برخه او روح دی. هغه د پېړیو راهیسې خپل ولس ته د سولې، د غم او خوشالۍ په ورځو کې خدمت کړی دی. که «ډم» یوازې موسیقي‌ غږونکی وګڼو، نو د هغه ځواک مو ناسم درک کړی، هغه یو روحاني ځواک، د دودونو ساتونکی، او د پښتني ریتم (سر اوتال) پاسوال دی.

ډم د ډهول غږولو سره، هغه کاینات ته حرکت ورکوي. د اټن حلقوي حرکات، چې د هغه په ریتم (سر اوتال) سره کیږي، د ستوریو دوران، د سیارو حرکت، او د ژوند څرخ څرګندوي. د ډهول ضربې یوازې په هوا کې نه خپرېږي، بلکې د وخت په اوږدو کې انګازې کوي.

پرېږدئ چې ډهول وغږېږي! پرېږدئ چې ډم تل ویاړلی وي!

پښتانه باید هم د «اټن»، هم د «ډهول» هنر زده کړي
که تاسو غواړئ چې یو پیاوړی، روڼ‌ اندی او تکړه پښتون نسل ولرئ، هغوی د ته پاک سپيڅلي کلتور ور وپېژنئ او د ارتجاعي افکارو، شاته تګ پال مفکورو راوګرځوي!

اتڼ یو نرم ځواک دی. دا يو داسي نڅا ده، چې د مقاومت بڼه، د یووالي ځواک، او یو سپېڅلی رسم په توګه ځان رانغاړي. اتڼ زده کول د زرګونو کلونو حکمت ته لاسرسی موندل دي، دا قوت، ځیرکتیا، او زغم بښي.

خپلو ماشومانو ته دوه شیان ور زده کړئ:
اتڼ؛ د نیکونو د زړه ضرب
پښتو؛ د روح ژبه
اتڼ داسې حرکت چې دا درملنه، مراقبه، او روحاني تعادل دی. د سواستيکا نښه، چې د هوساینې سمبول دی، د اتڼ په حلقوي حرکاتو کې نغښتی دی. له لرغوني آریانا څخه تر ننني افغانستانه، اتڼ د پښتنو روغتیا، روح، او ځواک ژوندي ساتلي دي.

اتڼ روغتیا ده! زموږ نیکونو دا درک کړې وه. ځکه خو د اتڼ حلقو کې به هیڅ کمزوری، ناتوان، یا ناروغ نه و. خو نن، چیرې چې اتڼ هېر شوی، هلته ناروغي، چاغښت، او کمزوري را منځ ته شوې ده.

دا وخت دی چې ورک شوي ارزښتونه بېرته را ژوندی کړو. دا وخت دی چې خپل ریتم، خپل ځواک، او خپله روغتیا بېرته خپل کړو!

پرېږدئ چې ډهول بیا د درو ترمنځ وغږېږي! پرېږدئ چې ډم بېرته د عزت ځای خپل کړي!

تر هغو چې ډهول غږېږي، پښتني روح به تل ژوندی وي.

(Zwāk Mand Afġān)

Comments