Ukraine Attacked Russian Military Bases. What Next By Adv Hamayun Kasai
څو ورځې وړاندې يورپ او امریکا په اول ځل يوکراين ته اجازه ورکړه چې په روسیې کې دننه پر پوځي احدافو بريدونه کولى شي. نن يوکراين د ډرونز له لارې په روسیه کې زرګونه کلوميټره دننه پر پينځو هوايي ډګرونو بريدونه کړي دي. او د روسيې څلوېښت خوا او شا جديده جنګي الووتکې په نښه کړي دي. هغه جنګي الووتکې کوم چې اېټمي ميزايلونه غورځولى شي.
ما څو ورځې وړاندې ليکلي وو، چې اوس به دغه جهګړه نوره تودېږي او له دواړو لورو به خطرناکه بڼه خپلوي.
په ترکیه کې د روس او يوکراين تر منځ خبرې هم پېلېدو دي. او تر هغه يوه ورځ لمخه دغه بريد د يوکراين پوزیشن په جهګړه کې يو دم بدل کړو.
روس بېخي زيات په خشم دى. د درېيمې نړيوالې جهګړې ګواښونه ورکوي. ګوا روس دغه جهګړه بقايه يورپ ته د غځولو ګواښونه ورکوي.
له ټول يورپ سره جهګړه پېلول د يورپ تاوان پر خپل ځاى، خو د روس له پاره تر ځانمرګي کم نه دى.
يورپ ووړ جنګي قوت نه دى. او نه د يوکراين په رنکه محدوديتونه لري.
اوس به ګورو چې دا خبره کومې خوا ته ځي. خو دا امکان له ډېرو ورځو وو، چې جهګړه به تودېږي.
روس له يوې مياشتې جهګړه بېخي پراخه او توده کړې وه. د يوکراين هپ بشپړه توګه روس ته د تسليمدو امکانات لا پېدا شوي وو. ځکه د يورپ او امریکا له پاره اړین وو، چې د يوکراين تړلي لاسونه خلاص کړي. او روس ته په روس کې دننه جواب ورکړل شي.
که څه هم دا پرېکړه ناوخته شوې ده.ګ، خو دا د دوى له پاره اړينه وه. چې له دغه لارې له روسیې سره د خبرو پر مېز شرایط کېښودلى او په روس يې منلى شي.
روس ته بېخي لويي تاوان رسېدلى دى، اوس به کتل وي چې روس په غبرګون کې څومره خطرناکه عملیات کوي.
له څو ورځو روس د امریکا په اېف 16 ملنډې پېل کړي وې. خپلو پائلټانو ته يې د اېف 16 په ويښتلو او را يله کولو باقاعده نغد انعامونه اعلان کړي وو.
نو امریکا هم چېرې داسې شرم زغملو، ځکه ځينې رسنيانې وايي چې يوکراين دا برید د امریکا په صلاح کړى دى.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.