د پروفيسر ډاکټر محمد همایون هما ژوند او خدمات:-
د ښاغلي همــا پوره نوم محمود همایون خان دی، تخلص يې هما دی ، د مردان د ضلع د بغدادي اوسيدونکی دی . د پلار نوم يې سـعـادت خـان صاحب دی . په ۱۳ اکتوبري ۱۹۴۵ء کي زوکړی دی .
د خپلو زده کړو وروسته په بيلو کالجونو کي د اردو ژبي استاد پاته شوی دی. د خوند خبره يې دا ده ، چي استاد د اردو ژبي دی ، او خدمت او کار يې په پښتو ژبه کړی دی . دوې (۲) شعري مجموعې يې چاپ شوي دي ، چـي " شـوګـيـرې " او " روښانه ستوري " نوميږي .
په نـثـر ليکلو کي هم لاس لري . په دې اړه يې هم کتابونه چاپ شوي دي ، لکه " سپين سپيڅلي خلق " ( شخصيت نګار ) ، " د تحقيق فن " ، " د امير حمزه خان شينواري خطونه د هما په نوم "," د قند هنداره" يې د پي ایچ ډي تحقيقي مقاله ده، " ستا سو نه څه پړده" د دۀ مشهوره آثار دي

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.