ټپې (لنډۍ)
ولې دې بله ډیوه مړه کړه
په سود مینه تیل به ما راوړې ونه
د ځوانۍ ونه مې زړه شوه
د صبر ونه به مې اوس نیسي ګلونه
هغه پخپله راپریوځي
چې په رنځوره پاڼه ولږي بادونه
زما له تانه ګیله کیږي
ما ستا کوڅه کې رقیبان لیدلې دینه
د بیلتانه سیلۍ لګیږي
ټول عاشقان وطن پریدي کډې تړینه
خالي کنډر د لالي پروت دی
ترینه راخیژي د چڼچڼو اوازونه
د کلي منځ کې ډزې وشوې
په زړه سوری شې یاره ودې کړه کوژدنه
ماته پردي بچي راټول کړئ
زه پرې د خپلو بچو میینه ماتومه
په ما دې مرګ راپورې نه دی
سترګې دې واړوه سوری سوری دې کړمه
زه دې زړو نیکو ته ګورم
ځکه دې پښې اوس په دې نوو بدو ږدمه
زما څلور څانګې جانانه
له هرې څانګې دې جولۍ ګلونه وړمه
شال مې په پړي باندې زوړ شو
نتکۍ مې زنګ شوه پیزوان تورې خاورې شونه

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.