Lyrics of Pashto Song Ogora Dab Dab Zama.. وګوره دبدب زما سل مې پۀ اردل کښې ځي سل مې غلامان دي، سل اسونه پۀ سل لارې ځي سل پکې ریبارې ځي سل مې محلونه دي سل مې برجلونه دي سل پکښې ډالونه دي سل پرې اویزانې کټارۍ دي د غضب زما وګوره دبدب زما سل دي جلادیان پکښې سل دي دورانچیان پکښې سل دي نوکران پکښې سل می لګیدلي خنجرونه پۀ اوربل کښې ځي سل مې په اردل کښې ځي سل دي سهیلۍ زما سل ګډې، چیلۍ زما سل پړي، سیلۍ زما سل مې کيجاوې د سلو سترګو راته دارې ځي سل پکې ریبارې ځي سل مې صفتونه دي سل مې نوبتونه دي سل مې جماتونه دي سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما وګوره دبدب زما سل مې سفیرۍ کوي سل زمیندارۍ کوي سل مې نوکرۍ کوي سل مې پۀ قولبو پسې جامبړي پۀ غوبل کښې ځي سل مې پۀ اردل کښې ځي سل مې ماشومانې دي سل پکښې ځوانانې دي سل مې بوډۍ ګانې دي سل مې مخکښې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي سل پکښې ریبارې ځې سل پۀ زړۀ زخمونه مې سل سل پرهرونه مې سل قسمه دردونه مې سل ځله غوسېږي زړهٔ نادان دے بې ادب زما وګوره دب دب زما سل یې اداګانې دي سل یې جفاګانې دي سل یې خنداګانې دي سل یې ښائستونه اننګو له پۀ ول ول کښې ځي سل مې پ...